د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار اوسېدونکو د اوبو په اړه د ایران ولسمشر څرګندونې وغندلې

د کندهار اوسېدونکو د اوبو په اړه د ایران ولسمشر څرګندونې وغندلې

Jul 15, 2017 - 18:24

کندهار (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۶): د کندهار اوسېدونکو په یوه غونډه کې د اوبو د مهارولو په برخه کې د دولت له کړنلارې ملاتړ وکړ او په دې اړه یې د ایران ولسمشر وروستۍ څرګندونې وغندلې.

دغه غونډه د کندهار  د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چې د ولسمشر د سلاکار او په ټولنیزو چارو کې د کندهار ولایت د مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري تر څنګ په کې لسګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

ویناوالو له ولسمشر څخه د هېواد د اوبو د مهارولو په برخه کې د ښه پلان جوړونې او مدیریت غوښتنه وکړه.

د ولسمشر د سلاکار او په ټولنیزو چارو کې د کندهار ولایت مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري وویل، اوبه د هېواد تر ټولو لویه شتمني ده چې د ټول ولس ژوند ورسره تړلی دی.

ده زیاته کړه، ولس د خپلې خاورې او جغرافیې په څېر د خپلو اوبو د ساتلو په برخه کې هر ډول قربانۍ ته ژمن دی.

د ده په خبره، دولت د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د خپلو اوبو د مهارولو پلان لري چې په دې اړه د ایراني ولسمشر وروستۍ څرګندونې لویه تېروتنه ده.

دی وايي، افغانستان تل له خپلو مسلمانو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي، خو برعکس ګاونډیو هېوادونو بیا دلته تل په یوه او بل نوم مداخلې روانې ساتلي او د متقابل درناوي له مخې یې چلند نه دی کړی.

دستګیري له ولسمشر څخه وغوښتل چې د هېواد د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره د اوبو د مهارولو پيل شوې لړۍ دې ګړندۍ شي.

د کندهار د ولایتي شورا غړي حاجي نعمت الله شېردلي بیا د ایران ولسمشر څرګندونې د جګړې د اعلان په معنا وګڼلې او ویې ویل، افغانان که هر څو خپلمنځۍ ستونزې لري، خو د پردیو د ناسمو ارادو پر وړاندې سره یو دي.

یوه بل قومي مشر تورن نېک محمد وویل، له خاورې وروسته اوبه د هر هېواد تر ټولو ستره شتمني او حیثیت دی.

هغه زیاته کړه: ((موږ د خپلې خاورې په څېر د خپلو اوبو مالکان هم یوو او په دې برخه کې د هېڅ پردي مداخله د منلو نه ده.))

د  کندهار پوهنتون رییس ډاکټر حضرت میر توتاخېل وویل، خاوره او اوبه د یوه هېواد هغه شتمنۍ دي چې اصلاً د محاسبې وړ نه دي او هېڅ بیه نه شي ورته ټاکل کېدای.

هغه زیاته کړه، افغانستان ۷۸ بیلیونه متره مکعبه اوبه لري چې ۱۹ میلیونه متره مکعبه اوبه تر ځمکې لاندې او پاتې د ځمکې پر مخ دي.

د ده په خبره، د افغانستان د حکومت د وروستي احصایې له مخې د هېواد له یوازې ۲۰ بیلیونه متره معکبه اوبو ګټه اخیستل کېږي، خو نورې یا ضایع کېږي او یا نورو هېوادونو ته بهېږي.

توتاخېل وویل، دا سمه ده چې تېل او ګاز هم ډېر ارزښت لري، خو اوبه له تېلو او ګازو هم ډېر ارزښت لري، ځکه تېل او ګاز خلاصېږي خو اوبه نه خلاصېږي.

ده وویل، له بده مرغه نورو هېوادونو ته زموږ په بهېدونکو هر لېټر اوبو کې له ۳۰ تر ۳۵ ګرامه حاصل خېزه خاوره هم ځي، ځکه خو ګاونډي هېوادونه یې په اړه موږ ته ګواښونه کوي.

ده په دې اړه د ایران د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته په اشارې وویل، ایا ایران کله هم تر خپلې ځمکې لاندې شتمنیو موږ ور شریک کړي یوو، یا یې لږ تر لږه خپل تېل او ګاز موږ ته په نازله بیه راکړي او یا یې سمندر ته موږ ته لار راکړې ده؟

توتاخېل د ایران د ولسمشر څرګندونې په کلکه وغندلې او له ولس څخه یې وغوښتل چې د وطن جوړېدو ته مټې راونغاړي او جګړه بس کړي.

د کندهار یوه مدني او ټولنیز فعال احمد شاه سپر هم د هېواد د اوبو په اړه د ایران د ولسمشر څرګندونې وغندلې او هغه یې له افغانستان او افغانانو سره د دښمنۍ په معنا وګڼلې.

هغه زیاته کړه، له نړیوالو قوانینو سره سم د خپلو اوبو مهارول د افغانستان حق دی.

ده وویل، د هېواد ۸۰ سلنه خلک په کرنه بوخت دي او په داسې حال کې اوبو ته سخته اړتیا لري چې د اوبو پراخې زېرمې لري، خو برعکس هېواد له وچکالۍ سره مخ دی او یا یې له اوبو پردي ګټه اخلي.

دی وايي، د اوبو د مهارولو په برخه کې ټول ولس د خپل ولسمشر تر شا ولاړ دی.

د یادونې ده چې څو ورځې مخکې د ایران ولسمشر حسن روحاني په یوه غونډه کې ویلي وو چې په افغانستان کې د کمال خان، سلما، کجکي او نورو بندونو د جوړولو پر وړاندې بې تفاوته نه شي پاتې کېدای، ځکه دغه چارې د دوی د خراسان، سیستان او بلوچستان پر چاپېریال اغېز لري.

د ایران ولسمشر دغو څرګندونو د هېواد په کچه د ولس غبرګون وپاروه چې د بېلابېلو غونډو او لاریونونو له لارې یې په سختو ټکو وغندلې.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement