د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې پر ډیورنډ کرښې د پاکستان له خوا د اغزن تار غځولو غندنه وشوه

کندهار کې پر ډیورنډ کرښې د پاکستان له خوا د اغزن تار غځولو غندنه وشوه

Jul 18, 2017 - 17:25

کندهار (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۹۶): په کندهار کې د یوې احتجاجي غونډې له لارې د ډیورنډ پر فرضي کرښې د پاکستان له خوا د خیبر عملیاتو او اغز سیم غځولو غندنه وشوه.

دغه غونډه د افغان ولسي ټولنې په نوم د یوه مدني بنسټ له خوا په کندهار پرېس کلب کې جوړه شوې وه چې ګڼو مدني فعالانو او ځوانانو په کې ګډون کړی وو.

د دې ټولنې مشر حکمت افغان وویل، پاکستان په دې وروستیو کې یو ځل بیا د ډیورنډ پر فرضي کرښې د اغزن تار غځولو هڅې پیل کړي چې د نړیوالو اصولو خلاف کړنه ده.

هغه د پاکستان دا هڅه په کلکو ټکو وغندله او ویې ویل دا د افغانستان او پاکستان تر منځ کومه رسمي پوله نه ده چې دوی پرې اغزن تار غځوي.

نوموړي دغه راز په وزیرستان کې د خیبر په نوم وروستي پیل شوي عملیات هم غولوونکي وبلل او ویې ویل، ترهګر ښه او بد نه لري، که دغه هېواد په رښتیا د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي نو په خپله خاوره کې دې د هغو ترهګرو روزنځایونه بند کړي چې افغانستان ته د ورانکارۍ لپاره رالېږل کېږي.

افغان له حکومت څخه وغوښتل چې د پاکستان د دغه راز کړنو پر خلاف جدي دریځ خپل کړي.

یوه بل ویناوال مولوي جنابي وویل، د تاریخ په اوږدو کې افغانستان هیڅکله خپل یوه ګاونډي ته هم زیان نه دی اړولی، خو برعکس پاکستان نه یوازې له افغانستان، بلکې له نورو ګاونډیو هېوادونو لکه هندوستان، بنګله دېش او ایران سره هم د سالم ګاونډیتوب اړیکې نه دي پاللې.

ده زیاته کړه، که څه هم په پاکستان کې د ولسمشر او لومړي وزیر لپاره انتخابات کېږي، خو له پخوا راهیسې دغه هېواد د نظامیانو له خوا اداره کېږي او بهرنۍ پالیسي د هغوی په لاس کې ده چې خپلو ګاونډیو ته هیڅلکه ښه نیت نه لري.

د ده په خبره، پاکستان د خپلې ملیشه يي او نظامي پالیسۍ پر بنسټ د ترهګرو په پټنځای او روزنځای بدل شوی او له افغانستان څخه نیولې د هند تر جمو او کشمیر پورې خپلو ګاونډیو ته لانجې جوړوي.

د کندهار یوه بل ټولنیز فعال محمد عمر ساطع وویل، پاکستان چې له ۱۹۴۷ زېږدیز کال راهیسې د هغه مهال د بریتانیا د استعماري سیاست پر بنسټ جوړ شوی، تر ننه نه یوازې افغانستان بلکې نورو ګاونډیو هېوادونو او نړۍ ته یو تلپاتې سرخوږی دی.

ده زیاته کړه، پاکستان افغانستان د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو، القاعده او داعش د روزلو او مسلح کولو کمپونه جوړ کړي او دلته یې د جګړې لپاره رالېږي.

د ده په خبره، د پاکستان دا کردار د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو تر څنګ د ټولې نړۍ د امنیت او ثبات لپاره جدي ګواښ دی.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د غونډې پرېکړه لیک هم وړاندې کړ.

په پرېکړه لیک کې راغلي وو چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې تل یو سوله ییز هېواد پاتې شوی، ګاونډیو هېوادونو ته په کار ده چې د دغه هېواد له سوله ییز سیاست سره سم باالمثله چلند وکړي.

په دې پرېکړه لیک کې له پاکستان څخه غوښتنه شوې وه چې نور خپله له شر او غولونې ډکه پالیسي تاریخ ته وسپاري او د خپل ولس، ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو پر وړاندې د ورورۍ سالمه پالیسي غوره کړي.

دغه راز یادونه شوې وه چې ولس کله هم ډیورنډ کرښه په رسمیت نه ده پېژندلې او اغزن تار د دواړو سیمو ګډ قومونه نه شي سره بېلولای، ښه دا ده چې دا لانجه د ملګرو ملتونو په وساطت حل شي، نه د توطیو او دسیسو له لارې.

په پرېکړه لیک کې د پاکستان له ولس څخه هم غوښتل شوي وو چې پر خپلو ملیشه يي او نظامي دولت دارانو فشار واچوي چې د اورپکو کمپونه وتړي او په دې توګه ولس او نور ګاونډي ولسونه له روان ناورین څخه وژغوري.

په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ خبر ورکړی و چې د ډيورڼد کرښې په اوږدو کې یې د امنيت د ښه والي لپاره کټاره لګول پيل کړي دي.

دغه راز هغوی ویلي و چې پر کرښې به نوي څارګري او دفاعي مرکزونه هم جوړ شي چې دا کار به په څو پړاوونو کې بشپړ شي.

خو په غبرګون کې یې د افغانستان حکومت ویلي وو چې پاکستان ته به اجازه ورنه کړي چې پر ډيورنډ کرښه اغزن سيم وغځوي او په دې اړه به له پاکستاني لوري سره خبرې وکړي.

د یادونې ده چې پاکستان تل د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سرغړونې کړي چې یوه بېلګه یې څو میاشتې وړاندې د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د جهانګیر او لقمان په سیمو کې سرشمېرنه کول وو چې پر سر یې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ جګړه هم وشوه چې دواړو لورو ته په کې زیانونه واوښتل.

له همدې امله د سپين بولدک ترانزیټي لار هم شاوخوا یوه میاشت تړل شوې وه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement