د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"خلک له واکمن سياسي، امنيتي او اقتصادي وضعيته اندېښمن دي"

"خلک له واکمن سياسي، امنيتي او اقتصادي وضعيته اندېښمن دي"

Jul 19, 2017 - 17:40

کابل (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٦): د ولسي جرګې مشر وايي چې خلک پر هېواد له واکمنې سياسي، امنيتي او اقتصادي وضع څخه اندېښنه لري او زياته کړې یې ده چې نوو رامنځته شوو ايتلافونو د خلکو دغه اندېښنه لا زياته کړې ده.

دغه راز د ولسي جرګې ځيني غړي وايي چې حکومت بايد د دغسې کسانو مخه ونيسي چې د نظام په پيسو تغذيه کېږي خو بیا د نظام خلاف کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دوې اوونۍ مخکې د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سرپرست او د جمعيت اسلامي ګوند مشر صلاح الدين رباني، د بلخ والي او د جمعيت اسلامي اجرايي مشر عطامحمد نور، د حکومت د اجرائيه رياست دويم مرستيال او "وحدت اسلامي مردم افغانستان" گوند مشر محمد محقق او د ولسمشر لومړى مرستيال او د جنبش اسلامي ګوند بنسټګر جنرال عبدالرشيد دوستم په ترکيه کې د يوې ناستې په ترڅ کې د "ايتلاف ملی برای نجات افغانستان" په نوم يو ايتلاف جوړ کړى دى.  

په ترکيه کې د يادو کسانو د ناستې د متن په يوه برخه کې راغلي چې د ملي وحدت حکومت د رامنځته کېدو د هوکړه ليک له بشپر عملي کېدو څخه ملاتړ، د ولسمشر د لومړي مرستيال (جنرال دوستم) او وزيرانو او د اجرائيه رييس د مرستيالانو د قانوني واکونو بېرته ورکړه (اعاده) د دغه ايتلاف کاري لومړيتوبونه دي.

دغه راز د ملي امنيت د پخواني رييس رحمت الله نبيل او د ملي امنيت شورا پخواني سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا په ګډون د پخواني حکومت ځينو چارواکو د"محور مردم افغانستان" په نوم سياسي بهير جوړ کړ او ويلي يې دي چې د اپوزېسيون په څېر به عمل وکړي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي چې د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې يې خبرې کولې، د کوم ايتلاف له نوم اخيستلو پرته يې له ايتلاف کوونکو او حکومتي چارواکو څخه وغوښتل چې د اوسني کړکېچ د مديريت لپاره دې د خبرو او تفاهم له لارې کار وکړي او اجازه دې نه ورکوي چې دښمن يې خپلو موخو ته ورسېږي.

د ولسي جرګې مشر وويل چې حکومت او ايتلاف کوونکي بايد د هېواد حساس شرايط درک کړي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې نظيفې ذکي د جرګې په نننۍ غونډه کې د جزئياتو له ورکولو پرته وويل: "موږ له اوسني نظام پرته بل بديل نه لرو، بايد له نظام څخه ملاتړ وشي، له ولسمشر څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د هغو کسانو مخه دې ونيسي چې د نظام پر پيسو تغذيه کېږي خو بیا د نظام پر ضد کار کوي."

نوموړې زياته کړه چې د دولت په مختلفو برخو کې داسې کسان شته چې له دولتي امکاناتو څخه په ګټې اخيستنې سره پر دولت نيوکه کوي او د نظام د ړنګېدو په لټه کې دي.

د نوموړې په وينا، خلک ستړي شوي نور د کډوالۍ توان نه لري او بايد حکومت او ايتلاف کوونکي د خپلو شخصي ګټو لپاره خلک په خپلو کې سره ښکېل نه کړي.

په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي عبدالقادر قلاتوال هم وويل چې بايد د هغو کسانو مخه ونيول شي چې له دولتي امکاناتو په استفادې سره د حکومت پر ضد ولاړ دي.

هغه زياته کړه چې د اوسني نظام بديل داعش، القاعده او طالبان دي او بايد حکومتي چارواکي له حکومت سره په خپل مخالفت سره د دښمن پر ژرنده اوبه ور زياتې نه کړي.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازې وژمې صافۍ وويل چې دغه ايتلافونه ځينو کسانو د خپلو د شخصي ګټو په موخه رامنځ ته کړي، د ځينو ځانګړو کړيو پر شخصي ګټو ټينګار لري.

هغه زياته کړه چې بايد هغه کسان چې د نظام په دننه کې قرار لري د نظام پرضد دې اقدام نه کوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement