د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په بدخشان کې ٣٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په بدخشان کې ٣٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Jul 19, 2017 - 15:56

فيض اباد (پژواک، ٢٨ چنګاښ٩٦): د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې په بېلابېلو پېښو کې نږدې ٣٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د رسنيو د دفتر مسوول احمد زاهد عمري وايي چې د ياد ولايت په خاش او ارګو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو په درې ورځنيو چاڼيزو عملياتو کې د ارګو ولسوالۍ په سپين ګل دره کې د وسله والو مخالفينو دوې پوستې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

هغه زياته کړه چې د يادو عملياتو په نتيجه کې درې وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور ټپيان دي او د دې ډلې درې ميله مختلف ډول وسلې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

نوموړي دغه راز زياته کړه چې د دغو عملياتو په پايله کې نن د خاش ولسوالۍ په پاره کلي کې هم د طالبانو درې پوستې امنيتي ځواکونو نيولې دي، دوه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي او په دې نښتو کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

دغه راز بدخشان د ولايتي شورا غړي، محبوب الرحمن طلعت وويل چې پرون د راغستان ولسوالۍ په "کوه لعل" کلي کې يو سيمه ييز پوليس چې خپل کور ته روان و د لارې پر سر د وسله والو مخالفينو له کمين سره مخ شوى، د دواړو لورو د نښتې په پايله کې يو وسله وال مخالف وژل شوى او دوه نور ټپيان دي او د ګل محمد په نامه سيمه ييز پوليس هم وژل شوى او وسله يي د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

له بلې خوا د دولت وسله والو مخالفينو پرون له غرمې وروسته شاوخوا ٤بجې د دغه ولايت پر شهداى ولسوالي بريد وکړ چې په پايله کې يې  د دولت دوه وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د رسنيو د دفتر مسوول، احمد زاهد وويل چې وسله والو مخالفينو پر شهداى ولسوالۍ د وردوج او ارغنجخواه ولسواليو له لوري بريدونه کړي وو او دغه نښته د شپې تر اوو بجو روانه وه.

هغه زياته کړه چې د امنيتي ځواکونو، ملي اردو، ملي او سيمه ييزو پوليسو او د ولسي پاڅون کوونکو د سخت مقاومت په پايله کې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور نور ټپيان شول او د ولسوالۍ شاوخوا غرونو ته وتښتېدل چې په دې نښته کې درې سيمه ييز پوليس هم سرسري ټپيانش وي دي.

د شهدا ولسوالۍ امنيه قوماندان، سمونوال عبدالاحد وويل چې امنيتي ځواکونه د ولسوالۍ په شاوخوا غرونو کې د خپلو سنګرونو پر ټينګولو مصروف دي چې پر ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو د بياځلي بريد په صورت کې دفاع وکړي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement