د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د زون په کچه د ناروغیو د تشخیص لابراتوار پرانیستل شو

په کندهار کې د زون په کچه د ناروغیو د تشخیص لابراتوار پرانیستل شو

Jul 19, 2017 - 18:57

کندهار (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۹۶): د کندهار د عامې روغتیا ریاست په ودانۍ کې د ناروغیو د تشخیص مجهز لابراتوار پرانیستل شو.

دغه ریفرنس لابراتوار د زون په کچه فعالیت کوي او د ناروغیو د تشخیص په برخه کې به وړیا خدمات وړاندې کوي.

د دغه لابراتوار د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا سرپرست رییس ډاکټر محمد عظیم زمریال، د ولایتي شورا یو شمېر غړو او ګڼو روغتیاپالانو ګډون کړی وو.

ډاکټر محمدعظیم زمریال پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه لابراتوار پر جوړولو ۲۵۰ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی چې د ګلوبل فنډ/Global Fund ادارې له خوا ورکول شوی دى.

هغه زیاته کړه، د عامې روغتیا ریاست اړوند دغه ریفرنس لابراتوار به د زون په کچه فعالیت کوي چې د PCR,ELISA او ۳۰ ډوله کلچر معایناتو وړتیا لري.

دغه راز ده یادونه وکړه چې په دغه لابراتوار کې دGen Expert  په نوم مشینري هم شامله ده چې په وسیله یې د توبرکلوز (TB) ناروغیو دقیق تشخیص او معاینات کېږي او د ځینو درملو پر وړاندې د دغې ناروغۍ د میکروب مقاومت هم ښيي.

نوموړي د دغه لابراتوار فعالېدل د ناروغیو د تشخیص او پېژندنې د معیاري کېدو پر لور یو مهم ګام وباله.

د ده په خبره، مخکې چې دلته دغسې یو لابراتوار موجود نه و، روغتیاپالانو د ګڼو ناروغیو د تشخیص پر مهال له ستونزو سره مخ وو.

د کندهار د ولایتي شورا غړي حاجي نعمت الله شېردلي هم په کندهار کې د زون په کچه د دغه لابراتوار پرانیستل کېدل مهمه چاره وبلله او ویې ویل، اوس به ناروغان اړ نه وي چې د خپلو ځینو ناروغیو د تشخیص لپاره کابل او یا بهر ته لاړ شي.

خو ده ضمناً ټینګار وکړ چې د عامې روغتیا ریاست دې په ولسوالیو کې هم خپل روغتیايي خدمات معیاري کړي.

د کندهار اوسېدونکي هم د دغه لابراتور پرانیستل کېدل مهم بولي او وايي، ډېر مهال اړ و د خپلو ناروغیو د تشخیص په موخه کابل یا پاکستان ته لاړ شي.

د کندهار ښار یوه اوسېدونکي اخترمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېر مهال شوی د خپلو ناروغانو د ناروغۍ د تشخیص لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

دی وايي، دغه نوی لابراتوار به د ناروغانو د ناروغیو په پېژندنه او تشخیص کې ډېره مرسته وکړي او خلک به له سرګردانۍ خلاص شي.

نوموړي د دغه لابراتوار یوه بله ښېګڼه دا وګڼله چې د ناروغیو معاینات په کې په وړیا توګه کېږي.

د یادونې ده چې په کندهار کې ټولټال ٩٧ روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي چې ١٤ يې په شخصي پانګونه جوړ شوي دي.

خو لا هم چارواکي او خلک په دې ولایت کې شته روغتیايي خدمات کافي نه بولي او وايي، په دې ولایت کې ۹۴ داسې ساحې شته چې خلک یې روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement