د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بدخشان کې ٣٥ سيمه ييز پوليس او پاڅون کوونکي وژل شوي

بدخشان کې ٣٥ سيمه ييز پوليس او پاڅون کوونکي وژل شوي

Jul 22, 2017 - 12:23

فيض اباد (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٦): د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو له لوري د دغه ولايت پر تګاب ولسوالۍ د بريد په پايله کې، د قوماندان ضمير په ګډون د ولسي پاڅون کوونکو او سيمه ييزو پوليسو ٣٥ سرتېري وژل شوي دي.

د دغو چارواکو په وينا، وسله والو طالبانو پرون د يمګان ولسوالۍ له لارې په تګاب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريد وکړ چې له امله يې امنيتي ځواکونه شاتګ ته اړ شوي وو.

 د بدخشان د ولايتي شورا غړي کامل بېګ حسيني وويل، د طالبانو په ياد کمين کې ٣٥ سيمه ييز پوليس او ولسي پاڅون کوونکي هم غورځېدلي چې په پايله کې يې د قوماندان ضمير په ګډون ټول کسان د طالبانو لاس ته غورځېدلي او له هغه وروسته يې پر ډزو سره ويشتلي دي.

 نوموړي زياته کړه، چې اوسمهال د تګاب ولسوالۍ يو شمېر سيمې د وسله والو طالبانو په لاس کې دي.

 خو د بدخشان د والي وياند نېک محمد نظري وويل  چې وسله والو طالبانو پرون سهار نهه بجې د يمګان ولسوالۍ له لوري د تګاب ولسوالۍ پر کتوبالا او د وکوري سيمو پر پوستو پراخه بريدونه پيل کړي و.

 هغه زياته کړه، د ياد بريد په پايله کې ملي پوليس، سيمه ييز پوليس او پاڅون  کوونکي د شاتګ په ترڅ کې د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شوي چې په پايله کې يې د قوماندان ضمير په ګډون ١١ سيمه ييز پوليس وژل شوي او ٢٠ نور لادرکه دي.

نظري زياته کړه، د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ ياده نښته کې د څو قوماندانانو په ګډون ١٨  امنيتي  وژل شوي دي.

 د بدخشان د والي وياند دغه راز وويل، وسله والو طالبانو پرون په راغستان ولسوالۍ کې د يادې ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ بريد کړى، چې ياد  بريد د شپې تر اوو بجو پورې دوام درلود او په ترڅ کې يې د احسان الله عابدي په نوم يو طالب وژل شوى او يو بل ټپي دى او امنيتي ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement