د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پاکستان کې مېشتو ٧٠٠ زره افغان کډوالو ته کارتونه وېشل کېږي

کډوال

آرشيف

پاکستان کې مېشتو ٧٠٠ زره افغان کډوالو ته کارتونه وېشل کېږي

Jul 22, 2017 - 18:28

کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٦): پاکستان کې شا وخوا ٧٠٠ زره هغو افغانانو ته د کډوالۍ کارت د ثبت او وېش لړۍ پيل شوې، چې تر اوسه پورې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، ټاکل شوې دغه لړۍ به د راتلونکو شپږو مياشتو په ترڅ کې بشپړه شي.

 د افغانستان د کډوالو او راستونکو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ياد وزارت او د پاکستان د سرحدونو او ايالاتونو وزارت ترمنځ د هوکړې پر بنسټ، د روانې مياشتې په ٢٩ مه نېټه په خيبرپښتونخواه ايالت کې په امتحاني ډول هغو افغان کډوالو ته د اسنادو د ورکړې او وېش لړۍ پيل شوې، چې د اوسېدو قانوني کارتونه نه لري.

 د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې د افغانستان د ملکي خدمتونو ٢٥ کارکوونکي په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د هويت تثبيت او پېژندنې په موخه پاکستان ته ولېږل شي.

 سرچينې زياته کړې، په دغه لړۍ کې شا وخوا ٧٠٠ زره هغو افغان کډوالو ته د اوسېدو کارتونه وېشل کېږي، چې اوسمهال کوم قانوني کارت نه لري او دغه پروسه به د راتلونکې مياشتې (زمري په ٢١مه ) د پاکستان په بېلابېلو ايالاتونو کې پيل شي.

په خبرپاڼه کې يادونه شوې، چې دغه لړۍ به شپږ مياشتې وخت ونيسي.

 په خبرپاڼه کې راغلي: "هغه کډوال چې پخوا د ثبت مرکزونو ته نه شواى تللى، هغه کډوال چې د کډوالۍ کارتونه (POR) يې هېواد ته  د ستنېدو پر مهال سپارلي، خو د بېلابېلو ستونزو له امله په افغانستان کې نه دي مېشت شوي، هغه کسان چې کارتونه يې له ٢٠١٢ کال راهيسې نه دي تمديد شوي او بيا د پاکستان د نفوس ملي ادارې (NADRA) له لوري باطل شوي؛ په دغه پروګرام کې شاملېدلى شي."

 دغه راز له پنځو کلونو کم عمره ماشومان چې په پاکستان کې د کډوالو د نوم ليکنې په وروستي پړاو کې نه دي شامل شوي، هغه افغانان چې په ٢٠١٠ کال کې يې د کډوالۍ شپږ مياشتني کارتونه ترلاسه کړي وو او اوس دغه کارتونه باطل شوي، هغه کډوال چې پاکستاني پېژندپاڼې (د پاکستان کارتونه) ترلاسه کړي وو، خو باطل شوي او افغان کډوال چې د پاکستان هويتي سندونه يې ترلاسه کړي، خو اوس غواړي چې لغوه يې کړي او پر ځاى يې د افغان کډوالو کارتونه ترلاسه کړي؛ په دغه پروګرام کې شامل دي.

 د خبرپاڼې په پاى کې راغلي، چې اوسمهال په پاکستان کې شا وخوا ١،٢ ميليون افغانان د اوسېدو قانوني کارتونه لري او له دې پرته ٧٠٠ زره کسان بيا دا ډول کارتونه نه لري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement