د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پيل شوې

د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پيل شوې

Jul 24, 2017 - 18:53

کندهار (پژواک، ۲ زمری ۹۶): د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د یوه بنسټیز روغتیايي مرکز د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

د دغه روغتون د بسنټ اېښودلو په مراسمو کې په ټولنیزو چارو کې د کندهار ولایت مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري، د ژېړۍ ولسوال سید جمال اغا، د عامې روغتیا سرپرست رییس ډاکټر محمد عظیم زمریال او د دې ولسوالۍ مخورو او اوسېدونکو ګډون کړی وو.

د کندهار د عامې روغتیا سرپرست رییس ډاکټر محمد عظیم زمریال پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه بنسټیز روغتیايي مرکز د ژېړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سیمه کې پر یو جریب ځمکه جوړېږي.

هغه زیاته کړه، د روغتون پر جوړېدو پنځه میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د عامې روغتیا وزارت له خوا ورکول کېږي.

دی وايي، د ودانۍ د جوړولو کار به تر راتلونکو پنځو میاشتو بشپړ شي چې د اړتیا وړ ټول محلقات به ولري.

د ده په خبره، دغه روغتون به د دې ولسوالۍ له ۱۵ تر ۳۰ زره اوسېدونکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

زمریال زیاته کړه، اړوند وزارت په پام کې لري چې په نږدې راتلونکې کې د کندهار په سپین بولدک، پنجوايي، دامان او ډنډ ولسوالیو کې بشپړ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې ځینو ولسوالیو ته به ۱۵۰ زرنج امبولانسونه هم ورکړي چې د بېړنیو ناروغانو د رسولو لپاره به ورڅخه کار اخیستل کېږي.

په ټولنیزو چارو کې د کندهار ولایت مرستیال حاحي اغا لالي دستګیري وویل، دا کلینيک د خلکو په غوښتنه جوړېږي، هیله ده چې خلک د دې او ورته نورو ټولګټو پروژو په ساتنه کې ونډه واخلي.

نوموړي د همدې ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون، د ناخوني کلي روغتیايي مرکز او د پنجوايي ولسوالۍ بشپړ روغتیايي مرکز هم له نږدې ولیدل او د دغو مرکزونو د برېښنا، د اړتیا وړ لوازمو او ودانیو د ترمیم په اړه د خلکو غوښتنې واورېدلې.

دستګیري د عامې روغتیا له سرپرست رییس څخه وغوښتل چې دغه مرکزونه تجهیز کړي.

د ژېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکو د روغتون د چارو په پیل کېدو خوښي ښودله او د روغتیايي خدماتو له کمښت څخه یې سر ټکاوه.

د حوض مدد سیمې یوه اوسېدونکي نظر محمد پژواک اژانس ته وویل، ژېړۍ یوه پراخه ولسوالۍ ده چې روغتیايي مرکزونه په کې کم دي او ډېر مهال ناروغان تر روغتیايي مرکزونو پورې پر وخت نه شي رسېدای.

دی وايي، اوس د دې ولسوالۍ امنیت ښه دی، په کار ده چې چارواکي د روغتیا تر څنګ د پوهنې په برخه کې هم خدمات تر ډېرو سیمو ورسوي.

په کندهار کې ټولټال ٩٧ روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي چې ١٤ يې په شخصي پانګونه جوړ شوي دي.

خو لا هم چارواکي او خلک په دې ولایت کې شته روغتیايي خدمات کافي نه بولي او وايي چې په دې ولایت کې ۹۴ داسې ساحې شته چې خلک یې روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement