د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د چرګانو لس ټنه وارداتي غوښه بېرته مسترده شوه

د چرګانو لس ټنه وارداتي غوښه بېرته مسترده شوه

Jul 25, 2017 - 16:53

زرنج (پژواک، ٣ زمرى ٩٦): د نيمروز مسوول چارواکي وايي، د چرګانو له ٧٨زره کيلو  ډېره غوښه چې د دغه ولايت د ګمرک له لارې له چين او فرانسې هېوادونو هېواد ته راوړل شوې وه، بېرته مسترد کړې ده.

هغه زياته کړه: "د چرگانو د والگی د خطر له امله د چين او فرانسې هېوادونو د يخچالي چرګانو  د غوښې د وارداتو د منع کېدو له امله، د نيمروز ولايت د کرنې رياست مسلکي کار کوونکو دغه غوښه وکتله او ويې ويل چې د چرګانو د والګي د خطر له امله، دغه غوښه بېرته هماغه هېوادونو ته مسترده کړي او د دغه ولايت د ګمرک ادارې د مکتوب له مخې، ياده غوښه بېرته دغو هېوادونو ته مسترده شوې ده."

هغه وويل، سوداګر کولاى شي چې د چرګانو غوښه له ايران، پاکستان او اوکراين هېوادونو څخه وارده کړي چې د دغو درېيو هېوادونو وارداتي غوښه هم کنټرول کېږي.

د نيمروز ولايت د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ادارې مشر شريفي له سوداګرو وغوښتل، له هغو هېوادونو دې د يخچالي چرګانو د غوښې راوړلو څخه ډډه وکړي چې هلته د چرګانو د والګي خطر موجود دى.

د نيمروز د عامې روغتيا مشر ډاکتر خسرو يوسفزي پژواک خبري اژانس ته وويل، کله چې دوى د نيمروز په ګمرک کې د دې غوښې له راوړو خبر شول، په ګمرک کې يې خپل استازي ته امر وکړ چې د زرنج ښار ته د يادې غوښې د راوړلو مخه ونيسي.

هغه زياته کړه چې د عامې روغتيا رياست ډاکترانو تل د چرګانو، پسونو او غوايانو د يخچالي غوښو کيفيت کنټرول کړى او د کيفيت د خرابېدو په صورت کې بېرته مستردېږي.

د زرنج ښار اوسېدونکي بسم الله وويل: "د اوړي پر مهال په زرنج کې د ګرمې هوا درجه له ٥٠ لوړېږي، ډېرى هټۍ وال چې د يخچالي چرګانو غوښه پلوري، مناسب ځاى نه لري؛ له همدې امله غوښه ژر خپل خاصيت له لاسه ورکوي او مسوول ارګانونه بايد د غوښې د کيفيت په برخه کې جدي پاملرنه ولري."

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement