د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل د مېوې مارکېټ کې اورلګېدنې شاوخوا لس ميليونه افغانۍ زيان اړولى

د کابل د مېوې مارکېټ کې اورلګېدنې شاوخوا لس ميليونه افغانۍ زيان اړولى

Jul 25, 2017 - 16:49

کابل (پژواک، ٣ زمرى ٩٦): د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې په مربوطات کې د تازه مېوې او سبزيجاتو مارکېټ کې دوه ساعته اورلګېدنې څه باندې لس ميليونه افغانۍ زيان يې اړولى دى.

د تازه مېوو او سبزيجاتو د مارکېټ يوه هټۍ وال الله محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر اوسه پورې د اورلګېدنې له امله ٣٥ هټۍ سوځېدلې، خو لامل يې لا هم نا څرګند دى.

د معلوماتو له مخې، اورلګېدنه نن غرمه د يوې هټۍ له بامه پيل شوه او وروسته په چټکۍ سره د مارکېټ نورو هټيو ته هم ورسېده.

د نوموړي په خبره، شل دقيقې وروسته اطفايه د پېښې ځاى ته ورسېده او له غرمې وړاندې ٢:٠٠ بجې يې اور کنټرول او مړ کړ.

د کسبګرو د ملي ټولنې مشر نورالحق نذير عمري د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل چې په دې پېښه کې سوداګرو ته څه باندې لس ميليون افغانۍ زيان اوښتى دى.

د څلورمې امنيتي حوزې امر مل پاسوال فاروق حساس د پېښې په ځاى کې رسنيو ته وويل چې تر اوسه د اور لګېدنې لامل نه دى څرګند شوى، خو څېړنې روانې دي.

هغه وويل چې په دې پېښه کې ځاني مرګ ژوبله نشته، خو د تازه مېوې او سبزيجاتو مارکېټ سوداګرو ته يې زيانونه اړولي دي چې کره شمېرې به يې وروسته څرګندې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال د زمري په ١٤مه نېټه هم د کابل ميرويس ميدان (کوټه سنګي) سيمه کې د اباسين ځدران مارکېټ کې د اور لګېدنې له امله شاوخوا ١٢٠٠هټۍ وسوځېدې او هټيوالو ته يې ١٧ميليونه زيان اړولى دى.

د دې تر څنګ د کابل ښار دويمه حوزې د لرګيو يوه مارکېټ کې د اور لګېدنې له امله يو نيم ميليون ډالر تاوان واوښت او شپېته هټۍ د اور خوراک شوې.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement