د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغان سوداګرو لپاره به د اندونيزيا وېزې اړينې اسانتياوې برابرې شي

د افغان سوداګرو لپاره به د اندونيزيا وېزې اړينې اسانتياوې برابرې شي

Jul 26, 2017 - 18:22

 کابل(پژواک، ٤ زمرى ٩٦): د اندونيزيا سفير د هرات ولايت له ځايي چارواکو سره په ليدنه کې ويلي چې هېواد يې چمتو دى، څو ټولو افغان پانګه والو ته د وېزې د صدور په برخه کې اړينې اسانتياوې رامنځته کړي.

په کابل کې د اندونيزيا سفير عارف رحمان نن( د زمري ٤مه) د هرات ولايت له سرپرست محمد جمعه عديل سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، اندونيزيا چمتو ده چې افغان سوداګرو ته د وېزې په ورکړه کې اړينې اسانتياوې رامنځته کړي.

هغه زياته کړه، ټاکل شوې چې ډېر ژر به د اندونيزيا پلازمېنه جاکارټا کې يو نړيوال نندارتون جوړ کړي او له افغان سوداګرو هم غواړي چې په دې نندارتون کې برخه واخلي.

 د اندونيزيا سفير د جاکارتا- هرات تر منځ د هوايي شرکتونو د مخامخ الوتنو د چمتو والي خبر هم ورکړ او ويې ويل چې د الوتنو اصلي موخه د محصولاتو لېږد او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو توکو تبادله ده.

هغه زياه کړه چې دا کار به د سوداګريزو اړيکو په برخه کې مثبتې پايلې ولري.

په ورته وخت کې د هرات سرپرست جمعه عديل له دې هڅو هرکلى وکړ او ويې ويل چې د هوا له لارې به د هرات او جاکارتا تر منځ  مخامخ اړيکه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي پراختيا سبب شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement