د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هرات او غور استازي د تيورې د سقوط له منفي پايلو څخه اندېښمن دي

د هرات او غور استازي د تيورې د سقوط له منفي پايلو څخه اندېښمن دي

Jul 26, 2017 - 19:59

هرات (پژواک ٤ زمرى ٩٦): په ملي شورا او ولايتي شوراګانو کې د هرات او غور ولايتونو ځينې استازو په يوه ناسته کې پر تيورې ولسوالۍ د طالبانو د واکمنۍ د دوام د منفي پايلو په اړه اندېښنه په ډاګه کړه.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي غلام فاروق مجروح وويل چې په تيورې ولسوالۍ کې د طالبانو د شتون دوام به د غور او ان هرات پر نورو ولسواليو د دغې ډلې د نفوذ ته زمينه برابره کړي.

مجروح زياته کړه: "د تيورې جګړه، د غور جګړه نه ده، بلکې د هرات جګړه ده، سوېل ته د شمال د لارې پرانيستلو  جګړه ده؛ د افغانستان په مرکز کې د نشه يي توکو ترانزيټ د پرانيستلو جګړه ده."

د غور د ولايتي شورا منشي او د تيورې ولسوالۍ استازې انيسې غيور چې په دغې ناسته کې وويل: "موږ په وار وار له حکومت څخه غوښتي چې طالبان په غور کې د جنګياليو د جذبولو په حال کې دي او بايد مرسته وشي؛ له دې پرته به دغه ولسوالي سقوط وکړي؛ خو حکومت هېڅ اقدام ونه کړ."

هغې زياته کړه: "که حکومت د دغې ولسوالۍ د بېرته نيولو اقدام ونه کړي، د پسابند، شهرک، تولک، ساغر او دولينه ولسوالۍ به هم سقوط وکړي چې د طالبانو له جدي ګواښ سره مخامخ دي."

غيور وويل: "هغه وسلې چې په تيوره کې ترې استفاده شوې ده، زموږ هېڅ پوځي يې نه لري، ښکاره ده چې زموږ د ګاونډيانو ايران او پاکستان مرستې دي."

د هرات د ولايتي شورا غړي حبيب الرحمان پدرام هم وويل چې د تيورې سقوط، د غور او سوېلي حوزې د نورو ولايتونو د سقوط پيلامه ده.

هغه وويل: "د تيورې سقوط کولاى شي په هرات کې د ملي وحدت حکومت تر ټولو ستره لاسته راوړنه چې د سلما بند دى، له خطر سره مخامخ کړي؛ نو ځکه د حکومت دغه چوپتيا هيڅ د منلو نه ده."

تیوره د غور لرې پرته ولسوالي ده چې د ولايت په سوېل لوېديځ کې موقعيت لري. دغې ولسوالي څلور ورځې مخکې د طالبانو تر پراخ بريد وروسته چې د ځايي سرچينو په وينا، د هلمند او فراه له لوري ورغلي وو، سقوط وکړ.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement