د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د الوتکو د الوتنو مسير کې پر لوړپوړو ودانيو او تاسيساتو اشارې لګول کيږي

د الوتکو د الوتنو مسير کې پر لوړپوړو ودانيو او تاسيساتو اشارې لګول کيږي

Jul 30, 2017 - 13:16

کابل (پژواک، ٨ زمرى ٩٦): د ملکي هوايي چلند خپلواکې اداره د الوتنو د خونديتوب لپاره د هوايي کرښو پر مسير پر جوړو شوو لوړ پوړو ودانيو او تاسيساتو نښې او څراغونه لګوي.

د يادې ادارې له لوري نن پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا کړنلاره په دې وروستيو کې د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې له لوري تنظيم شوې وه چې د بېلابېلو دولتي ارګانونو د استازو له لوري و ارزول شوه.

خبرپاڼه زياتوي چې د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې د مرستيال محمد قاسم وفايي زاده په مشرۍ ناسته کې چې د کورنيو چارو، مخابراتو، اطلاعاتو او کلتور، اوبو او برېښنا، ښار جوړونې، سيمه ييزو ارګانونو، کابل ښاروالۍ، دفاع وزارت هوايي ځواکونو استازو په کې ګډون درلود، د الوتکو او چورلکو د مسير په اوږدو کې د الوتنو د خونديتوب په موخه پر ودانيو، لوړپوړو تاسيساتو د نښو او څراغونو لګول يوه مهمه اړتيا ده.

وفايي زاده وويل چې د دې طرحې په نهايي کېدو سره به د ښارونو او هوايي ډګر ته نږدې ودانيو له پاسه د الوتنو امنيت خوندي او ډاډمن شي.

د ملکي هوايي چلند ادارې چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه ګام د نړيوال هوايي چلند سازمان يا ايکاو د خونديتوب د معيارونو د پلي کولو په برخه کې يو غوره ګام ګڼل کېږي چې د اړوندو ارګانونو له نظرياتو او ملکي هوايي چلند خپلواکي ادارې له منظورۍ وروسته پلى شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement