د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د عامې روغتيا وزارت: شاوخوا ١٥٠ زره کسان په تور زېړي اخته دي

د عامې روغتيا وزارت: شاوخوا ١٥٠ زره کسان په تور زېړي اخته دي

Jul 30, 2017 - 18:43

 کابل(پژواک، ٨ زمرى ٩٦): د عامې روغتيا وزارت په هېواد کې په هيپاتيت ويروس د ١٥٠ زره کسانو د احتمالي اخته کېدنې په اړه خبر ورکوي او وايي که چېرته يې د وقايې لپاره جدي اقدامات ونه شي، دا ناروغي به مخ په ډېرېدو شي.

تور زېړى يا (Hepatitis)هيپاتيت، يوه ويروسي ناروغي ده چې د هيپتايتس _ ب په نامه ويروس له لارې د وينې، جنسي اړيکو، له پيچکارۍ ستنې د استفادې، د ماشين پاکۍ کارونې او د منتن غاښو برس په وسيله له يوه ناروغ نه سالم شخص ته لېږدول کېږي.

د ستومانۍ احساس، مړه تبه، سر درد، د معدې درد، زړه بدوالى، بى اشتهايي، نس ناستى او قبضيت، د عضلاتو او مفاصيلو درد، په پوست دوړو دانو پيدا کېدل، د سترګو او نوکانو زېړوالى، د يادې شوې ناروغۍ نښې دي.

 د روغتيا نړيوال سازمان د دغې ناروغۍ د مخنيوي او وقايې په موخه د جولاى ٢٨مه د هيپاتيت يا زېړي د نړيوالې ورځې په نوم ياده کړې، څو هېوادونه د موضوع په اړه خپل مسووليت ته ځير شي.

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال ډاکټر فدا محمد پيکان، د زېړي نړيوالې ورځې د نمانځنې مراسمو ته وويل چې زېړى يو عامه او ټول شموله ستونزه ګڼل کېږي چې نښې نښانې يې تر کلونو پورې نه ښکاري.

 نوموړي زياته کړه چې د عامې روغتيا وزارت په ١١ ولايتونو کې د زېړي په اړه ازمايښتي خدمتونه او مشورې پيل کړې او ګڼ مرکزونه يې جوړ کړي، ټاکل شوې چې د روان کال تر پايه د نشه يي توکو روږدو ته لس زره واکسين پلي کړي.

 د نوموړي په خبره، اوسمهال د ٧٠ سلنه ماشومانو لپاره د هيپاتيت بي( تور زېړي) واکسين چمتو شوى او هڅه کېږي چې لاس رسى ورته زيات شي.

په افغانستان کې د نړيوال روغتيايي سازمان د مشر په پيغام کې چې د دغه سازمان د تخنيکي کارکوونکي محمد رضا علودال له لوري ولوستل شو، راغلي چې هيپاتيت يوه مهلکه او وژونکې ناروغي ده چې بايد خلکو ته يې زيانونه واضح شي، څو وقايې ته يې مخه کړي.

پيغام زياتوي ، سره له دې چې د تور زېړي د وقايې په برخه کې کارونه شوي، خو دا فعاليتونه بسنه نه کوي، بايد پراخه شي، ځکه چې د بي هيپاتيت نه د مړينې کچه لوړه شوې ده.

 په دې پيغام کې راغلي چې د سي هيپاتيت د خپرېدو تر ټولو لوړه کچه په هرات او د بي په کابل کې د کډوالو او نشه يي توکو د کاروونکو تر منځ ښودل شوې ده.

سرچينې ليکلي چې نړيوال خوراکي سازمان ژمن دى چې د عامې روغتيا وزارت او همکاران به يې له دې ناروغۍ سره د مبارزې ملاتړ  وکړي.

ډاکټران وايي چې دا ناروغي په ځينو کسانو کې د لنډ وخت لپاره پيدا کېږي او درملنه يې ممکنه ده چې دا حالت يې حاده بڼه بولي، خو يو شمېر کسانو سره دا ناروغي د اوږد وخت لپاره وي چې د سرطان او جګر  د خرابۍ لامل ګرځي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement