د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار له عالي دارالمعلمین څخه ۴۰۶ تنه فارغ شول

د کندهار له عالي دارالمعلمین څخه ۴۰۶ تنه فارغ شول

Jul 30, 2017 - 19:27

کندهار (پژواک، ۸ زمری ۹۶): د کندهار له عالي دارالمعلمین څخه ۴۰۶ تنه فارغ شول او د دې ترڅنګ د کندهار د پوهنې د بهیر د سمون په موخه اصلاحي کمېټه جوړه شوه.

د فراغت په دې مراسمو کې د کندهار عالي دارالمعلمین رییس عبدالخالق پوپل پژواک خبري اژانس ته وویل، په فارغو شوو ۴۰۶ تنو کې ۱۱۰ ښځینه او ۲۹۶ نارینه شامل دي.

هغه د پوهنې له ریاست څخه وغوښتل چې فارغ شوي نارینه او ښځینه په ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه وګوماري.

ده وویل، فارغ شوي ښوونکي د ښوونې او روزنې اړند په ټولو مهارتونو او پوهې سمبال دي او د پوهنې د بهیر په وده کې مهم رول لوبولای شي.

د کندهار والي زلمي ویسا د دارالمعلمین له فارغانو وغوښتل چې د پوهنې د بهیر د ودې لپاره کار وکړي.

هغه زیاته کړه، اوس مهال د دې ولایت د پوهنې کیفیت ټيټ دی چې یواځې مسلکي او په کار پوه کسان یې معیاري کولای شي.

هغه ښوونه او روزنه یوه سپېڅلې دنده وګڼله او ویې ویل، ټول ښوونکي باید د خپلې دندې سپېڅلتیا وساتي.

د فارغو شوو ښوونکو له ډلې د پرښتې په نوم یې فارغې شوې مېرمنې پژواک اژانس ته وویل، عالي دارالمعلمین یې د همدې لپاره لوستی چې ښوونکې شي.

دا وايي، غواړي د خپلو هېوادوالو اولادونو ته د ښوونې او روزنې له لارې خدمت وکړي.

د کندهار عالي دارالمعلمين په ١٣٤٧ کال کې د اساسي دار المعلمين او په ١٣٤٩ کال کې د عالي دارالمعلمين کچې ته لوړ شو چې تر دې مهاله یې سلګونه ښوونکي فارغ کړي دي.

ياده شوې اداره د سوېل لوېديځ زون په کچه جوړه شوې چې د کندهار، هلمند، زابل او اروزګان ولايتونو ځوانانو ته پکې د ښوونکيو په توګه روزنه او زده کړه ورکول کېږي.

له بلې خوا د کندهار د پوهنې د بهیر د سمون او اصلاح په موخه د دې ولایت د والي په مشرۍ کمېټه جوړه شوه.

دغه کمېته د کندهار پوهنتون له استادانو، د ښوونځیو له برحاله او متقاعدو تجربه لرونکو ښوونکو، د پوهنې له فعالانو او روڼ اندو جوړه ده.

یادې شوې کمېټې نن د زمري په ۸مه د کندهار د پوهنې بهیر وارزاوه او د شته ستونزو په اړه یې بحث وکړ.

د کمېټې ګډونوالو د پوهنې د بهیر د سمون په موخه د دې ادارې په مشرتابه کې د پوهو کدرونو پر ګومارلو، د بهرنیو لاسوهنو پر بندولو، د ښوونکو د معاشونو پر بانکي کولو، د خیالي تشکیلاتو پر مخنیوي، قوي نظارت او د والدینو او د ښوونځیو د مسوولینو تر منځ پر اړیکو جوړولو ټینګار وکړ.

د کندهار پوهنتون رییس او د جوړې شوې کمېټې غړي ډاکټر حضرت میر توتاخېل وویل، د پوهنې ریاست په رهبري کې دې بدلون راوستل شي، خیالي ښوونځي او ښوونکي دې تثبیت او معاشات دې پرې بند شي.

نوموړي د پوهنې ریاست اړوند د کارکوونکو او ښوونکو د سویې پر لوړوالي هم ټینګار وکړ.

د کندهار پوهنتون علمي مرستیال او د کمېټې بل غړي انجنیر شېر شاه رشاد وویل، د دې ولایت د پوهنې په اداره کې مالي فساد او اخلاقي ضعف لویې ستونزې دي.

هغه زیاته کړه، د پوهنې په بهیر کې د اصلاح او سمون په موخه قوي اراده او د بهرنیو لاسوهنو مخنیوی مهمه چاره ده.

د پوهنې ریاست پخواني رییس استاد حیات الله رفیقي وویل، په مرکز کې د پوهنې مسوولینو دوکانداري شروع کړې ده، هغوی بستونه پلوري او په ولایتونو کې یې ځینې اشخاص رانیسي.

هغه په ولایتي کچه د پوهنې د بهیر د سمون تر څنګ په مرکز کې د ناقانونه کړنو پر کنټرول ټینګار وکړ.

د کندهار د والي زلمي ویسا د برخه والو وړاندیزونه د پوهنې د بهیر د اصلاح په برخه کې مهم وبلل.

ده وویل، پوهنه او روغتیا د ټولنې د نظام بنسټیزې ستنې جوړوي او په یادو شوو دواړو برخو کې باید په دوامداره توګه اصلاحات او سمون راوستل شي.

د یادونې ده چې له زلمي ویسا څخه مخکې د ډاکټر همایون عزیزي د والیتوب پر مهال هم په ورته توګه د پوهنې د بهیر په موخه مشورتي بورډ جوړ شوی و چې د کتونکو په باور، ډېر اصلاحات یې را نه وستلی شول.

دا په داسې حال کې ده چې څو اونۍ وړاندې هم د کندهار د پوهنې د بهیر د اصلاح او فساد د مخنیوي په موخه د پوهنې وزارت اړوند د نظارت د رییس نجیب الله کامران په مشرۍ یوه پنځه کسیز پلاوي کندهار ته سفر کړی و.

د دې ولایت اوسېدونکي د پوهنې له اوسني بهیر څخه خوښ نه دي، ځکه په دې اداره کې له ډېره وخته د پراخو درغليو او فساد په اړه شکايتونه کېږي.

د دې ولايت د پوهنې په تشکيل کې ټول ٤٥٠ ښوونځي شته چې دا مهال يې يواځې ٣١٨ پرانيستي دي، دغه راز د ٣١٨ ښوونځيو له ډلې يواځې ١٩٢ ښوونځي ودانۍ لري او نور يې هيڅ ودانۍ نه لري چې د پوهنې د بهير پر وړاندې لويه ننګونه ده.

دغه راز په يو شمېر ولسواليو کې ښوونځي تش په نوم دي چې معاشونه يې د ځينو زورواکو شخصي اکاونټونو ته ځي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement