د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لغمان کې تړل شوي کلينيکونه بېرته پرانیستل شول

لغمان کې تړل شوي کلينيکونه بېرته پرانیستل شول

Jul 30, 2017 - 14:44

جلال اباد (پژواک، ۸ زمری ۹۶): په لغمان ولايت کې د وسله والو د ګواښونو له امله تړل شوي شل کلينيکونه تر ۴۵ ورځو وروسته بېرته پرانيستل شول.

په يادو کلينيکونو کې ډېر يې په افغانستان کې د سويډن کمېټې له لوري تمویلېدل خو دې کمېټې د وسله والو طالبانو د ګواښونو له امله شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې خپل خدمات ټکني کړل.

د سويډن کمېټې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې په الينګار ولسوالۍ کې يو مرکزي روغتون ورغول شي خو وسله والو غوښتل ياد کلينيک د هغوی تر تصرف لاندې سنګره سيمه کې جوړ شي.

په ختيځ کې د سويډن کمېټې مطبوعاتي مسوول صلاح الدين مومند د زمري اتمه پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو ترې د هغوی په ساحه کې د نوي روغتون جوړېدو غوښتنه کوله او سنګرې سيمې خلکو ترې د هغوی په سيمه کې د يو جراح ډاکتر د مقررېدو غوښتنه درلوده.

د مومند په وينا، دوی څو ورځې وړاندې د سيمې د خلکو غوښتنه پوره کړه او د خلکو په منځګړتوب له وسله والو سره ستونزه حل شوه.

هغه وويل چې کلينيکونه نن بېرته پرانيستل شول او خلکو ته لکه د پخوا په څېر خدمات پيل شول.

د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالمعروف جليلي هم له پژواک سره د خبرو پر مهال ومنله چې سويډن کمېټې نن سهار بېرته په دغه ولايت کې خپل روغتيآيي خدمتونه پيل کړل.

هغه وايي، کلينيکونه له يوې نيمې مياشتې راهيسې تړل شوي وو خو ځينو په وقفه يي توګه کار کاوه.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک هم پژواک ته وويل چې کلينيکونه نن بېرته پرانيستل شوي او د روغتيا په برخه کې د اليشنګ او الينګار ولسواليو د خلکو ستونزې بېرته حل شوې.

هغه ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې د وسله والو هېڅ شرط او غوښتنه نه ده منل شوې او الينګار ولسوالۍ کې جوړېدونکی کلينيک به د وزارت له لايحې سره سم په خپل ټاکل شوي ځای د ولسوالۍ له مقام سره نږدې جوړېږي.

د اړوندې موضوع په اړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې کلينيکونو خلکو ته سم خدمات نه وړاندې کول.

هغه وايي: ((د دوا او سم ډاکتر نه شتون په وجه خبرداری ورکول شوی و چې که خلکو ته سم خدمات وړاندې نه کړي، صرف د نوم لپاره فعالیت یې موږ نه پرېږدو، بلکې یا به سم پام ورته کېږي او واقعاً به د خلکو اړتیا پوره کوي او یا یې بیا موږ پر بدیلو لارو غور کوو.))

د لغمان د اليشنګ او الينګار ولسواليو خلکو پژواک ته ويلي چې د يادو کلينکونو د تړل کېدو له امله له ستونزو سره مخ وو.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement