د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولايتي شوراګانو ته يو ځل بيا څارنيز واکونه ورکړل شول

ولايتي شوراګانو ته يو ځل بيا څارنيز واکونه ورکړل شول

Jul 30, 2017 - 18:47

کابل (پژواک، ٨ زمرى ٩٦): افغان حکومت د "ولايتي شوراګانو د څارنې لاره" مقررې د نهايي کولو ترڅنګ وايي چې د غوره حکومتوالۍ، له فساد سره مبارزې او سيمه ييزو شخړو د حل په برخه کې ولايتي شوراګانو ته د واکونو ورکول اغېزناک رول لري.

دغه مقرره چې درې فصلونه او ١١ مادې لري، تېر کال د افغانستان کابينې له لوري تاييد شوه او بيا د ولسمشر له لوري توشېح او د ١٣٩٥ لمريز کال د کب په ١١ مه نېټه د ١٢٥١په رسمي جريده کې خپره شوه او نن بيا ياده مقرره معرفي کړل شوه.

د سيمه ييزو ارګانونو ادارې د سيمه ييزو شوراګانو چارو د انسجام مشر سعيداحمد خاموش په کابل کې د يادې مقررې د معرفي کولو په غونډه کې وويل، چې دغه مقرره د ولايتي شورا له غړو سره ګام په ګام نهايي شوې ده.

نوموړي زياته کړه، په دغه مقرره کې د ولايتي شورا د غړو نظرونه او وړانديزونه درج شوي چې له دې وړاندې د شوراګانو په قانون کې د څارنې کلمه ناڅرګنده او مبهمه وه، خو اوسمهال په دغه مقرره کې د څارنې کلمه په روښانه ډول ذکر شوې ده.

ولسي جرګې په ١٣٩٣ لمريز کال کې د ولايتي شوراګانو په تعديل شوي قانون کې د ولايتي شورا د څارنيز رول مقرره د رايو په اکثريت سره رد کړه، چې پر بنسټ يې له ولايتي شوراګانو څخه د سيمه ييزې حکومتوالۍ د څارنې واک اخيستل شوى و.

حکومت، په پلازمېنه کابل او ولايتونو کې د ولايتي شوراګانو له پراخه اعتراضونو وروسته پرېکړه وکړه، څو د ولايتي شوراګانو د څار طرحه تدوين کړي.

د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله وويل، د يادې طرحې عملي کول د هېواد د نظام او ثبات ټينګښت په برخه کې مهم کار دى.

نوموړي د "ولايتي شوراګانو د څارنې لاره" مقررې معرفي د اصلاحاتو رامنځته کولو په برخه کې يو نوى باب دى وباله او ويې ويل، د ولايتي شورا له لوري د څارنې دندې په ترسره کولو سره به د ولايتونو په کچه موجوده ستونزې حل او په ټولو ډګرونو کې به مثبت بدلونونه رامنځته شي.

نوموړي، د ولايتي شورا غړي د خلکو او دولت ترمنځ نښلوونکى پل وباله او زياته يې کړه: "د ولايتي شورا د څارنې لارې د مقررې عملي کول  د ستونزو د راکمېدو او پرمختګ لامل کېږي، هيله ده، چې پر عملي يووالي او پيوستون عمل وکړئ، څو ورسره اوسنۍ ستونزې راکمې او پرمختګونه زيات شي."

عبدالله، د ولايتي شورا مشران او غړي د دولت وړتيا وبلله او له دوى غوښتنه وکړه، څو دوى ته د ورکړل شوو واکونو پوره ګټه پورته کړي او په چوکاټ کې يې د لاسوهنې او څارنې ترمنځ تفکيک وکړي، چې هغه مهال به ډېرې لاسته راوړنې ولري.

د حکومت اجراييه مشر، د حکومت او ولايتي شورا صف واحد صف وباله او ويې ويل، چې يوازې د افغانانو د دښمنانو صف جلا او څرګند دى چې په خپلو ترهګريزو کړنو سره د هېواد بچيان په نښه کوي.

د حکومت ياد لوړپوړي چارواکي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د ولايتي شورا غړي د يوه ولسواکه او قانونمنده نظام بنسټ تشکيلوي، وويل چې بايد مرکزي او سيمه ييزې ادارې هره ورځ د خپلو کړنو په اړه حساب ورکوونکې واوسي او دغه راز د دولت د امکاناتو او قانون په چوکاټ کې د خلکو مشروع او معقولو غوښتنو ته لاسرسى وشي.

د پروان د ولايتي شورا مشر غلام بهاءالدين جيلاني، د ولايتي شورا غړو ته د ډېرو واکونو پر نه ورکړې نيوکه وکړه او ويې ويل: "د ولايتي شورا د څارنې لارې مقرره، په ټوله کې خپلې ستونزې لري، که چېرې د مقررې له حکمونو سره سم عمل وشي؛ په ادارو کې فساد ته لا ډېره زمينه برابريږي."

نوموړي په ادارو کې د ولايتي شورا د څار د محدودو واکونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، چې که چېرې د ادارو له کړنو څارنه ونه شي، امکان لري چې فساد او له قانون سرغړونه ډېره شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement