د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هرات بريد کې د قرباني کورنيو غړو حکومت د خپلو اولادونو د قتل عامل وباله

هرات بريد کې د قرباني کورنيو غړو حکومت د خپلو اولادونو د قتل عامل وباله

Aug 02, 2017 - 18:52

هرات (پژواک، ١١ زمرى ٩٦): د هرات د ځانمرګي بريد د قربانيانو کورنۍ او ټپيان وايي چې ياده پېښه د امنيتي ځواکونو د نه پاملرنې له امله رامنځته شوې ده.

پرون شپه د هرات پر يوه جومات د بريد په پايله کې ٢٩ کسان وژل شوي او ٦٤ نور ټپيان دي.

د دغه بريد د قربانيانو د کورنيو لسګونه غړي او ټپيان حکومت د خپلو بچيانو د قتل عامل بولي.

د پېښې يوه  ټپي قربان علي چې په دغه پېښه کې د سر او ملا  په برخو کې ټپي شوى، پژواک خبري اژانس ته وويل: "موږ  په لمانځه ولاړو، لا مو سلام نه و ګرځولى چې يو ځلې دوه کسان راننوتل او په لمونځ کوونکو يې ډزې پيل کړې او له هغه وروسته يې بيا لاسي بم راواچاوه، چې زه بيا نور په ځان پوه نه شوم."

نوموړي په داسې حال کې چې د ملا له برخې يې سخت درد احساساوه، د حکومت مشرانو ته په خطاب کې وويل: "که د افغانانو امنيت نه شى خوندي کولى، له حکومتولۍ لاس واخلئ او استعفا ورکړئ."

دغه راز يوه بل تن فرهاد حيدري هم پژواک ته وويل: "ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، له ١٥٠ تر ٢٠٠ زيات لمونځ کوونکي راغلي وو، چې له دې جملې يې ډېرى کسان ټپيان او وژل شوي دي."

ورته مهال سيدعلي چې په ياد بريد کې يې د کورنۍ يو غړى هم له لاسه ورکړى، پژواک ته وويل، د پرونۍ شپې په ځانمرګي بريد کې د تره د لس کلن زوى په ګډون لسګونه لمونځ کوونکي وژل شوي او دغه راز يې تره هم سخت ټپي شوى دى.

هغه زياته کړه: "جومات د خداى کور دى، ايا ياد لس کلن ماشوم کومه ګناه درلوده چې ووژل شو؟ حکومت ولې د افغانانو امنيت نه شي ټينګولى؟"

د هرات ښار يوه اوسېدونکي فرامرز حيدري چې په دغه ځانمرګي بريد کې يې د کورنۍ اووه غړي له لاسه ورکړي، پژواک ته وويل: "زه پخپله د دې شاهد وم، چې ډېرى وژل شوي ماشومان وو او د يوه ١٠ کلن ماشوم په ګډون مې د کورنۍ اووه غړي له لاسه ورکړي دي."

د جواديه جومات د ساتونکي ورور ٣٢ کلن مرتضى چې د پرونۍ شپې په پېښه کې ټپي شو، وايي چې کله دوه ځانمرګي جومات ته د داخلېدو هوډ درلود، لومړى يې د هغه پر ورور ډزې کړې او ټپي کړى يې دى، چې له هغه وروسته بيا جومات ته داخل شوي او لمونځ کوونکي يې په نښه کړي دي.

مرتضى زياته کړه: "کله چې ځانمرګي جومات ته داخل شول، له لومړي صف يې ډزې پيل کړې او خلک يې ووژل، کله يې چې مرمۍ خلاصې شوې؛ ځانونو ته يې چاودنه ورکړه."

نوموړي د يادې پېښې عامل حکومت وباله او ويې ويل: "د بريد کوونکو د بريد پر مهال هيچا هم زموږ غږ وانه ورېد، اوس ولاړې رينجرې هېڅکله هم د ماتم ليدلو کورنيو د غم دوا نه شي کېدلى."

ورته مهال د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي پژواک ته وويل، چې له پرونۍ پېښې ټولو دولتي او شخصي کلينيکونو او روغتونونو ته ٢٩ مړي او ٦٤ ټپيان وروړل شوي دي.

هغه زياته کړه چې د يادې پېښې د ډېرى ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

 پر دې سربېره د هرات پوليسو وياند عبدالاحد وليزاده د امنيتي ځواکونو کم کاري رد کړه، خو ويې ويل چې د پوليسو د کم تشکيل له امله په ټولو کوڅو کې پوليسو ته د امنيت ټينګښت دنده نه شي سپارلى.

که څه هم تر اوسه پورې پر جواديه جومات د بريد په تړاو کومې ډلې مسووليت نه دى اخيستى، خو ويل کېږي چې دغه بريد د داعش ډلې له لوري ترسره شوى دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement