د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هرات کې پر لمونځ کوونکو بريد په ملي او نړيواله کچه وغندل شو

هرات کې پر لمونځ کوونکو بريد په ملي او نړيواله کچه وغندل شو

Aug 02, 2017 - 16:53

 کابل (پژواک، ١١ زمرى ٩٦): د حکومت مشرانو، سياسي شنونکو او يو شمېر هېوادونه؛ هرات ولايت کې پر لمونځ کوونکو بريد په سختو ټکو غندلى دى.

پرون شپه د هرات پر يوه جومات د بريد په ترڅ کې له سلو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ياد بريد مسووليت تر اوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

ولسمشر غني د ياد بريد د غندلو ترڅنګ ويلي چې ترهګر هېڅکله هم د دا ډول بريدونو په ترسره کولو سره خپلو شومو موخو ته نه شي رسېدلى.

دغه راز د ملي يووالي حکومت اجراييه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم دغه بريد غندلى او ويلي يې دي چې ترهګر په دا ډول بريدونو ترسره کولو سره له بدنامۍ پرته بل هېڅ هم نه شي ترلاسه کولى.

نوموړي دغه جګړه، د علم او جهل، روښنايۍ او تيارو او حق او باطل جګړه وبلله او زياته يې کړه چې ترهګر به هېڅکله هم د ښوونځي په سوځولو او جوماتونو په موخه ګرځولو خپلو  هدفونو ته ونه رسيږي.

ورته مهال د افغانستان پخواني ولسمشر  حامدکرزي هم د هرات ښار د جواديه جومات پر لمونځ کوونکو بريد په کلکه غندلى او هغه يې د ټولو اصولو او اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل بللى دى.

 د پخواني ولسمشر د دفتر له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه پېښه د سولې او ثبات دښمنانو د دسيسو ښکارندويي کوي، چې دوى په دې کار سره د افغانانو ترمنځ تربګنيو او د هېواد بې ثباتيو ته لمن وهي.

 کرزي ويلي: "موږ بايد په دې پوه شو چې دا ډول بريدونه د پرديو په لمسون د نورو ګټو د خونديتوب لپاره ترسره کوي، چې اوسمهال افغانان د هر بل وخت په پرتله سره يو موټى شي او له هوښيارۍ کار واخلي او شومو موخو ته د مغرضينو له رسېدو مخنيوى وکړي."

 همدارنګه په افغانستان کې د امريکا سفارت هم دغه بريد په کلکو ټکو غندلى دى.

د ياد سفارت له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى د بريد د قربانيانو له کورنيو او خپلوانو سره خپله ژوره همدردي شريکوي او ټپيانو ته د بېړنۍ روغتيا غوښتونکي دي.

 سرچينې زياته کړې، دا ډول بريدونه په ښکاره توګه په افغانستان کې د مذهبي شخړو د رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.

دغه راز اروپايي ټولنې هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دې اړه د دغې پېښې د قربانيانو له کورنيو او خپلوانو سره همدردي ښودلې او د ټپيانو لپاره يې د بشپړې روغتيا غوښتنه کړې ده.

سرچينې له افغانانو سره د همدردۍ څرګندولو ترڅنګ ويلي چې افغانستان يوازې د سولې لارې خپلو موخو ته رسېدلې شي.

اروپايي ټولنې ويلي: "موږ له افغانانو سره له ياد نړيوال ګواښ سره د مبارزې په برخه کې ولاړ يو."

کابل کې د پاکستان سفارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ياد بريد د غندلو ترڅنګ د ترهګرۍ ډولونه غندلي دي.

سرچينې يادونه کړې چې د ترهګرۍ له منځه وړل د ټولو هېوادونو رښتينې او ګډې همکارۍ ته اړتيا لري.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان څانګې (يوناما) هم په هرات کې پر جومات بريد غندلى او ويلي يې دي چې د نړيوالو قوانينو له نظره؛ پر غير پوځي ځايونو او ملکيانو بريد کول د نه منلو وړ دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement