د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د مخابراتو، ټولګټو او اقتصاد وزيران معرفي شول

د مخابراتو، ټولګټو او اقتصاد وزيران معرفي شول

Aug 06, 2017 - 12:03

کابل (پژواک، ١٥ زمرى ٩٦): د افغان ولسمشر د حکم پر بنسټ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، عامه ګټو او اقتصاد نوماند وزيران ولسي جرګې ته ور معرفي شول.

پژواک خبري اژانس ته د حکم په کاپي کې راغلي چې د اساسي قانون د ٦٤مې مادې د ١١مې فقرې پر بنسټ، شهزاد ګل اريوبي د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزير، يما ياري د عامه ګټو د وزير او مصطفى مستور د اقتصاد د وزير په توګه منظور دي.

په دغه حکم کې همدا راز يادونه شوې، په پارلماني چارو کې د دولت وزير ته دنده سپارل کېږي چې ياد نوماندان د اساسي قانون د ٩١مې مادې د درېيمې فقرې په رعايت سره د باور رايې ترلاسه کولو په موخه ولسي جرګې ته ور وپېژني.

همدارنګه ولسمشر د جلا حکمونو په ترڅ کې، دغه نوماند وزيران اوسمهال د يادو وزارتونو د سرپرستانو په توګه ټاکلي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement