د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هلمند پخوانی امنيه قوماندان پر درې کاله بند محکوم شو

د هلمند پخوانی امنيه قوماندان پر درې کاله بند محکوم شو

Aug 12, 2017 - 16:07

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۹۶): د فساد د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لومړۍ محکمې د هلمند پخوانی امنيه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ پر درې کاله تنفيذي بند محکوم کړ.

عبدالرحمن سرجنګ د ۱۳۹۴ کال په تله مياشت کې د هلمند امنيه قوماندان شو، خو پنځه مياشتې وروسته له دې دندې ګوښه  او  بيا تورن او څارنوالى ته معرفي شو.

هغه د دندې پر مهال له واکونو په ناوړه ګټې اخيستنې د يو دولتي موټر په اختلاس او په ناقانونه ډول له نظارت خونې د دوو مظنونو کسانو پر خوشې کولو تورن دى.

د قضيې څارنوال عبدالرحمن اديب نن په کابل کې د ياد مرکز په لومړۍ محکمه کې د سرجنګ د محاکمې پر مهال پر هغه د يادو تورونو د لګولو تر څنګ وويل چې سرجنګ په هلمند کې د پوليسو په ليکو کې په ناقانونه توګه خپل خپلوان ګومارلي چې له امله يې د هلمند ځينې سيمې د دولت وسله والو مخالفينو نيولې دي.

هغه وايي چې سرجنګ خپل خوريى (صلاح الدين) د هلمند د لومړۍ امنيتي حوزې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې امريت سرپرست ټاکلى و، خو صلاح الدين په ناقانونه ډول د يوه کس پر نيولو او بيا يې د ٥٠٠زره کلدارو په بدل کې پر خوشي کولو تورن دى.

اديب وايي چې سرجنګ په دې جرم کې په لاس لرلو هم تورن دى.

څارنوال وويل، پر سرجنګ تور دى چې د هغه زوی او ساتونکو د ده په امر د هلمند امنيې قوماندانۍ له ورکشاپ څخه کرولا موټر د ترميم په پلمه ايستلی او بيا يې په ۱۸۰۰ امريکايي ډالرو پلورلی دى.

خو د سرجنګ مدافع وکيل محمود اکبري د څارنوال ادعاوې بې بنسټه وبللې او ويې ويل چې دا تورونه د ولسي جرګې ځينو غړو د سرجنګ د نوم بدۍ او له دندې ګوښه کولو په موخه لګولي دي.

ده د ولسي جرګې د هېڅ غړي نوم ياد نه کړ او زياته يې کړه چې پر سرجنګ د لګېدلو تورونو د ثبوت لپاره اسناد او شواهد نشته.

.اکبري وويل: "د څارنوال دا ادعا ډېره د خندا وړ ده چې سرجنګ يو موټر چې ۱۸۰۰ ډالره قيمت لري خرڅ کړی دى، او پيسې يې حيف او ميل کړې؛ که چېرې امنيه قوماندان پيسې خوړلی نو که يو قاچاقبر ته يې زنګ وهلی وای، په ميليونونو ډالر يې ورکول، خو له نېکه مرغه چې دغه کار يې نه دی کړى، بلکې د نشه يي توکو قاچاقبرانو او مافيا چې سرجنګ د هغوی پر وړاندې خنډ و، هغه (سرجنګ) له مخې لرې او بدنام يې کړ."

عبدالرحمن سرجنګ د محکمې په نننۍ ناسته کې وويل: "والله بالله که مې دا کار کړی وي، زه د وطن د خدمت په لاره کې اته ځلې ټپي شوی يم؛ سلګونه ستاينليکونه لرم او د تېر ۳۵ کلن خدمت پر مهال زما په دوسيه کې هېڅ خنډ، فساد او د اختلاس تور نشته؛ زه له تاسو قضايي پلاوي د عدالت غوښتنه کوم."

خو محکمې، سرجنګ پر درې کاله تنفيذي بند محکوم کړ او ويې ويل چې که هغه پر دې پرېکړه قناعت نه لري، کولاى شي تر شلو ورځو د استيناف غوښتنه وکړي.

سرجنګ وويل چې د يادې محکمې پرېکړه نه مني او د استيناف غوښتنه کوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement