د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ګوزڼ ضد واکسين درېيم دور کمپاین پيل شو

د ګوزڼ ضد واکسين درېيم دور کمپاین پيل شو

Aug 13, 2017 - 16:45

کابل (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٦): د عامې روغتيا وزارت د پوليو د له منځه وړو کمپاين درېيم پړاو کې اعلان وکړ چې په دغه پړاو کې له دویمه دوره د پاتې ۹۰زره ماشومانو په ګډون ۹،۹ ميليونه ماشومان به د پوليو واکسين تر پوښښ لاندې راشي.

د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز نن په کابل کې د ياد پروګرام د پيل مراسمو ته وويل چې په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د پلي کوونکو موسسو تر منځ د همغږۍ نشتوالى د دې لامل شوى چې په هلمند او کندهار ولايتونو کې ٩٠ زره ماشومان د پوليو واکسين له تطبيقه پاتې شي.

هغه وويل چې په دې پنځه ورځني کمپاين کې  چې نن به پيل شي، له پنځو کلونو کې د ټيټ عمر لرونکو ٩.٩ ميليونه ماشومانو ته د پوليو واکسين او ٨.٩ ميليونه ماشومانو ته چې عمر يې له شپږو مياشتو تر پنځو کلونو دي، د اې ويټامين ورکول کېږي.

د نوموړي په خبره، د روان زېږديز کال په پيل کې شاوخوا ٣٥٠ زره ماشومان د نا امنيو په سبب په کندوز، ننګرهار، نورستان، کونړ او لغمان ولايتونو کې د پوليو له واکسين پاتې وو، خو د عالمانو، مخورو او قومي مشرانو په همکارۍ تر پوښښ لاندې راغلل.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په روان کال کې د پوليو د پلي کېدو دوې دورې پلې شوې او ټاکل شوې چې بله دوره هم د ژمي په  لومړيو کې پيل شي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د ٢٠١٧ کال له پيل نه تر اوسه پورې د پوليو دوې پېښې کندهار، دوې په هلمند، يوه په کونړ، يوه پېښه په زابل کې ثبت شوې او تېر کال د ټول هېواد په کچه د پوليو ١٣ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

ديني عالم مولوي شمس الرحمن فروتن د قران، نبوي احاديثو او فقهي قواعدو له نظره وايي چې د واکسين پلي کول يوه اړينه چاره ده او هر څوک يې چې مخنيوى کوي، د يوه ملت د هلاکت سبب ګرځي، په خلاف يې تبليغات کول ستره ګناه ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (UNICEF)  مشرې مېرمن اديل خُضر (Adele Khodr) په يادو مراسمو کې وويل چې د پوليو د ويروس رښې ايستل مهم دي، د ماشومانو مور او پلار بايد دې برخې ته پاملرنه وکړي.

په افغانستان کې د نړيوال روغتيايي سازمان مشر ريجارډ پپرکارن (Dr. Richard Peeperkorn) دغو مراسمو ته په را استولي پيغام کې ويلي چې په وروستيو دوو کلونو کې د ماشومانو د پوليو د له منځه وړو په برخه کې ډېر پرمختګ شوى، خو د هېواد په سوېل کې د ځينو تشو او له پاکستان سره سرحدي سيمو ته د تګ راتګ په سبب د پوليو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

هغه وويل چې په هلمند او کندهار کې د ماشومانو د پوليو د مثبتو پېښو ثبت د نړيوال روغتيايي سازمان د اندېښنې سبب شوى او بايد هڅه وشي چې له کمپاين نه پاتې ماشومان واکسين شي.

د پيغام په بله برخه کې راغلي چې د روغتيا نړيوال سازمان ژمن دى چې په افغانستان کې به د پوليو ناروغۍ د په له منځه وړو کې همکاري کوي.

د ماشومانو د پوليو يا فلج ويروس لا هم په افغانستان، پاکستان او نايجيريا هېوادونو کې دوران لري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement