د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هرات کې له ترکمنستانه د وارداتي برېښنا یوه پایه پر ماينونو الوځول شوې

هرات کې له ترکمنستانه د وارداتي برېښنا یوه پایه پر ماينونو الوځول شوې

Aug 14, 2017 - 13:52

هرات ښار (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٦): د هرات حکومتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو له ترکمنستان څخه افغانستان ته د واردتې برېښنا يوه پايه پر ماينونو الوځولې ده.

دغه څرګندونې د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د زمري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د هرات په رباط سنګي ولسوالۍ کې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا يوه پايه پر ماينونو الوځولې ده.

هغه وايي چې د دې پايې په نړېدو سره د هرات ولايت ډېرى اوسېدونکي د برېښنا د نه شتون له ستونزې سره مخ دي.

فرهاد وايي چې د دې ستونزې د حل په موخه تخنيکي ډلې سيمې ته استول شوې دي.

دغه راز د هرات ښار اوسېدونکي قادر تيموري پژواک ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې د ډېرو کورونو برېښنا نشته.

ده زياته کړه: ((ما هم اورېدلي دي چې طالبانو د برېښنا يوه پايه پر ماينونو الوځولې ده خو خداى دې وکړي چې اوس يې دوى ژر بېرته جوړه کړي.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د برېښنا رياست کارکوونکو د رباط سنګي ولسوالۍ د ١٣ کليو برېښنا، د برېښنا د لګښت د نه ورکولو له امله پرې کړه.

د دې سيمې ځيني اوسېدونکي وايي چې د برېښنا رياست د يادې کړنې په غبرګون کې د رباط سنګي اوسېدونکو ياده پايه پر ماينونو الوځولې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement