د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

داعش وسله والو د ننګرهار په هسکه مېنه کې کورونه سوځولي

داعش وسله والو د ننګرهار په هسکه مېنه کې کورونه سوځولي

Aug 15, 2017 - 11:51

جلال اباد (پژواک، ۲۴ زمری ۹۶): د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ جګړه شوې چې له امله يې د يو قوماندان په ګډون شپږو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکي وايي چې د نښتې پر مهال داعش وسله والو دوه کورونه هم سوځولي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال د زمري په ۲۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه داعش وسله والو  هسکې مېنې ولسوالۍ اړوند د یاغي بند پر پوسته او د ملکي خلکو پر کورونو برید کړى دى.

هغه زياته کړه، له ترلاسه شوو معلوماتو سره سم سیمې ته مرستندوی ځواکونه رسېدلي او وسله وال يې شا تګ ته اړ کړي دي.

نوموړی وایي چې د ځوابي برید په ترڅ کې د داعش د شل کسيزې ډلې مشر خوشحال مشهور په هادي او يو بل غړی يې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي او زیاتوي چې د وژل شوو جسدونه د نښتې په ځای کې پاتې دي.

دی وايي، په نښته کې د داعش له لوري د ملکي وګړو دوه کورونه سوځول شوي او په نښته کې پولیس او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

داعش وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement