د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هلمند په ګرشک کې امنیتي سرتېرو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند په ګرشک کې امنیتي سرتېرو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

Aug 15, 2017 - 11:40

لښکرګاه (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٦): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې لس د ملي اردو سرتېري او ٢٠ طالبان وژل شوي دي.

په ګرشک کې د پوليسو يوې باوري سرچينې د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په سربند سيمه کې د ملي اردو ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې لس د ملي اردو سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي او پوسته هم سقوط شوې ده.

سرچينه وايي چې وروسته افغان او بهرنيو ځواکونو په دې سيمه هوايي بمبار کړى چې په ترڅ کې ٢٠ طالبان هم وژل شوي دي.

دغه راز په لښکرګاه کې يوې حکومتي سرچينې ياده جګړه تاييد کړه او ويې ويل چې په دې پېښه کې اووه د ملي اردو سرتېري وژل شوي، دوه  ټپيان دي او درې نا درکه دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک پژواک ته وويل چې د ګرشک په سربند سيمه کې تېره شپه جګړه شوې ده.

د هغه په وينا، په دې جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

خو ځواک وايي چې هلته کومه پوسته نه ده سقوط شوې او اوسمهال هر څه په نورمال حالت کې دي.

د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکي سيد عمر پژواک ته وويل چې تېره شپه له نهو تر ١٢ بجو په سربند سيمه کې سخته جګړه روانه وه.

هغه وايي چې الوتکو هم بمبار کړى خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله وال طالبان هم ياده جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې تېره شپه طالبانو د ګرشک په بندبرق سيمه کې يوه پوسته نيولې ده.

هغه وايي چې د دې پوستې د نيولو پر مهال ١٢ امنيتي سرتېري وژل شوي او وسلې او نور مهمات يې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

خو احمدي په دې جګړه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، د هلمند  باغران، ديشو، موسى کلا، نوزاد، خانشين او سنګين ولسواليو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى او د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو ترڅنګ د نادعلي، واشير، مارجې، ناوې، ګرمسير او ګرشک ولسواليو يواځې مرکزونه له حکومت سره دي او پاتې نورې سيمې د طالبانو په کنټرول کې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement