د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د غور د پوهنې رييس: زورواکي مو د پوهنې په چارو کې لاسوهنه کوي

د غور د پوهنې رييس: زورواکي مو د پوهنې په چارو کې لاسوهنه کوي

Aug 17, 2017 - 19:27

هرات (پژواک،٢٦زمرى٩٦): د غور د پوهنې رييس د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د دغه ولايت د دولتي چارواکو او زورواکانو لاسوهنې او باج اخيستنې د پوهنې نظام له ننګونې سره مخامخ کړى دى.

د دې ولايت د پوهنې رييس خليل احمد مبارز، نن په هرات ښار کې خبري غونډې ته وويل چې د دغو کسانو لاسوهنه د دې لامل شوې چې دوى خپل کارونه سم ترسره نه کړي.

هغه په دغه ولايت کې د ښوونځيو د ودانيو د نه شتون له امله هم اندېښنه په ډاګه کړه او زياته يې کړه چې د ولايت له ٧٥سلنه ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري او زياتره زده کوونکي په پرانيستې فضا کې درس وايي.

هغه وايي: "په دغه ولايت کې د نجونو له کابو ٢٠٠ښوونځيو څخه درې يې په پسابند، چهارصدې او بالا مرغاب ولسواليو کې تړل شوي او پاتې نور يې له ګواښ سره مخامخ دي."

مبارز زياته کړه: "ډېرى باج اخيستنې د دولتي چارواکو له خوا ترسره کېږي او زموږ څخه غواړي چې خيالي کارکوونکي ولرو، غير قانوني کسان وګمارم، زموږ څخه غواړي چې پيسې ورکړو او که دغه باج اخيستنې ختمې نه شي، د دغو کسانو نومونه به افشا کړم. "

په ورته وخت کې د غور د والي وياند عبدالحي خطيبي له پوهنې رياست څخه د ځينو دولتي چارواکو باج اخيستنې تاييد کړې او پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې زياتره ځايي ادارې د زورواکانو په لاس کې دي او هغوى ځانته حق ورکوي چې د پوهنې په چارو کې مداخله وکړي.

هغه زياته کړه: "موږ د زورواکانو له مداخلې څخه خبر يو چې د پوهنې په چارو کې لاسونه او ناسمه ګټه پورته کوي، ځايي اداره هڅه کوي چې په دغه برخه کې اقدام وکړي او کارونه د قانون او اصولو سره سم پرمخ يوسي."

د غور د والي وياند دغه راز د ښوونځيو د ودانيو کمښت تاييدوي او وايي، سره له دې چې دغه ستونزه مو په وار وار له مرکزي چارواکو سره شريکه کړې ده، خو تر اوسه په دې برخه کې اقدام نه دى شوى.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement