د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غني: حکومت بايد صنعتکارانو سره پر کړو ژمنو عمل وکړي

غني: حکومت بايد صنعتکارانو سره پر کړو ژمنو عمل وکړي

Aug 19, 2017 - 16:16

هرات ښار(پژواک،٢٨زمرى٩٦): ولسمشر غني د هرات په صنعتي پارک‎ کې د اووه ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د مالوچو د پروسس فابریکه پرانستله.

ولسمشر محمداشرف غني د خپلواکۍ د بیا اخیستو د ۹۸یمې کلیزې د نمانځنې په غونډه کې د ګډون په خاطر نن غرمه هرات ولایت ته ورسېد.

ولسمشر غني د هرات ښار ته له رسيدو وروسته د دغه ولايت صنعتي پارک ته ولاړه او هلته يې د "پخته‌ طلا سفید افغان" په نامه د مالوچو د پروسس فابریکه پرانستله.

په دغو مراسمو کې د "پخته طلا سفیدافغان" فابریکې استازي حیدر حمید و ويل: "موږ هره ورځ د هېواد له کروندګرو څخه شل ټنه پنبه اخلو او د ورځې شپږ ټنه تولید لرو چې د کیفیت له پلوه د سیمې له هېوادونو سره سیالي کولی شي . "

حمید څرګنده کړه چې د دې فابریکې په پرانیستو سره به کروندګرو ته کار پیدا شي او چمتو یوو چې د هرات ښار کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت یو لوی کتابتون جوړ کړو.

دغه راز د هرات ولایت د کانونو او صنایعو خونې رئیس حمیدالله خادم ولسمشر ته په خطاب کې وويل چې ستاسې په ملاتړ افغانستان په ځانګړي ډول هرات کې صنعت ډېره وده کړې ده. 

خادم زیاته کړه، د جمهوررئیس د اقتصادي پالیسو له برکته د هرات په صنعتي پارک کې دېرش نوې فابریکې جوړې شوي دي چې د هېواد په صنعتي او اقتصادي وده کې به مهم رول ولوبوي.

هغه په ګمرکونو او بندرونو کې دسوداګرو د ستونزو، د مرمرو ډبرو لپاره د واضح پالیسۍ نشتوالی، له فابریکو سره د وړو کانونو د قرارداد لپار د زمینې برابرول او په هرات ښار کې د زړو افغاني بانکنوټونو نوي کول لویې ستونزې وبللې او له جمهوررئیس څخه یې د حل په خاطر اقدامات وغوښتل.

 دغه راز د هرات والي محمداصف رحیمي له ولسمشر څخه وغوښتل د دې لپاره چې د هرات په صنعتي پارک کې پانګونه زیاته شي په کار ده د دغه ستر تولیدي مرکز د امنیت په خاطر د پولیس ځانګړی تشکیل منظور کړي.

هغه وویل، تېرو دوو کلونو کې يې د امنیت په پراخولو سره د زیاتو تولیدي او سوداګریزو موسساتو پام ور اړولی دی چې دغه ولایت کې پانګونه وکړي.

 هغه وویل‎: "هرات ولایت ته د وزیرانو او د دوستو هېوادونو د سفیرانو سفرونه د دغه ولایت د انکشافي پلان د تطبیق په برخه کې اغېزناک تمام شوي دي. "

رحیمي ټینګار وکړ چې د هرات ولایت اقتصادي او صنعتي برخې ته د خصوصي سکتور له پاملرنې او پانګونې سره به د فرصت طلبه کړیو منفي پالیسۍ ناکامې شي او له خصوصي سکتوره یې وغوښتل چې شرایط اماده دي او هر څومره ژر چې کولای شي له ‎منظمو پلانونو سره دې پانګونه وکړي چې ګټه یې هم دوی او هم ولس ته ورسېږي.

د غونډې په پاى کې محمداشرف غني په خپلې وینا کې لومړی ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول د هرات خلکو ته د خپلواکۍ د بیا اخیستو د ۹۸کلیزې مبارکي ورکړه او و وېې ویل: "سیاسي او اقتصادي ازادي له یو بل سره غوټه دي، که زموږ لپاره سیاسي ازادي ملي اتل غازي امان الله خان په خپلې تورې وګټله، خو اقتصادي ازادي به موږ په صنعتي پارک کې د فابریکو په ‎پرانیستو بیا پيلوو. "

غني د تاریخ په اوږدو کې په دواړه ډوله ازادیو کې د هرات د خلکو نقش ته په اشارې وویل، که د وزیر یارمحمد خان الکوزي پياوړی نقش او د میوند د اتل غازي ایوب خان سره د هرات پياوړی لښکر نه وای اوانګریز ته یې ماته نه وای ورکړې، امان الله خان ته د خپلواکۍ د اخیستو شرایط نه اماده کېدل، دغه شان که د هرات پانګوالو او سوداګرو خپل رول نه وای لوبولی د خپلواکۍ وروسته پرمختګونه ممکن نه وو.

هغه په اقتصادي برخه کې د مجید زابلي کارنامو ته په اشارې وویل، کله چې مجید زابلي د افغانستان د اقتصاد طرحه جوړوله د افغانستان په هرو شلو وتلو سوداګرو کې دوه تنه مسلمانان وو. هغه د افغانستان د اقتصادي ودې تر ټولو غوره دوره د مجید زابلي تر مشرۍ لاندې وخت یاد کړ.

جمهوررئیس زیاته کړه، دا ځکه چې دولت او خصوصي سکتور سره متحد شول او د زابلي شعار د پانګې تمرکز و، موږ پیسې لرلې خو پانګونه مو نه لرله، دغه وخت کې د لومړي ځل لپاره برېښنا تولید او قره قل زموږ مهم صادراتي توکی شو.

جمهوررئیس د افغانستان په اقتصادي تاریخ کې د پنبې اهمیت ته په اشارې وویل، د هرات له ورانېدو وروسته لومړنی شی چې دا ښار یې له اقتصادي پلوه په پښو ودرولو پنبه وه چې نیشاپور کې به یې خرڅوله او هرات یې پرې ودان کړ او هرات هر ځل له ایرو راپورته شوی دی، دا ځل به هم راپورته کېږي.

غني وويل: " زموږ اساسي هدف دا دی چې هرات زموږ د راتلونکي انکشاف او ترانزیټ قطب شي، هرات ښار به ایران، چین او منځنۍ اسیا خپلو کې سره وصل کړي او د سلما بند او صنعتي فابریکو له پرانیستو وروسته به په څو اوونیو کې د ریل پټلۍ هم افتتاح شي او لومړنۍ محموله کې به یې سمنټ وي. "

غني په کابینه کې نویو تغییراتو ته په اشارې هیله وښوده چې د نورو پروژو په څېر به دوی ارزوګانې په واقعیت بدلې او چټکې کړي.

جمهوررئیس د هرات له صنعتکارانو څخه مننه وکړه چې له شته ګواښونو سره یې پانګونه وکړه، زیاته یې کړه چې اوس د دې وخت دی چې حکومت کلک لاس درکړي او په ټولو ژمنو عمل وکړي.

هغه اوسنی معارف او تعلیمي نصاب د رضایت وړ ونه وباله وېي ویل، د معارف او تخنیکي زده‌کړو له پرمختګ پرته موږ اقتصادي وده نشو راوستی، د نصاب په بدلولو کې دې خصوصي سکتور خپل نظریات راسره شریک کړي چې له تعلیمي موسساتو فارغ ځوانان وکولای شي خصوصي سکتور کې جذب شي.

جمهورئیس غنی وویل، اساسي هدف مو دا دی چې افغانستان په یو صادرونکي هېواد بدل شي او له ټولو سوداګرو یې وغوښتل چې په صنعت پانګونه وکړي .

 هغه د هرات د مرمرو ډبرې مهمې وبللې او د هغو لپاره یې د ځانګړي صنعتي پارک په جوړولو ټینګار وکړ، زیاته یې کړه: " چین له موږ څخه په لومړي قدم کې د پنځه میلیون ډالرو په ارزښت د مرمر ډبرې اخلي او هیله ده چې مرمر زموږ په مهم صادراتي توکي بدل شي، ځکه له چین څخه چې کوم رېل ګاډی راځي اوس بېرته تش روان دی له دې وروسته به د هرات له مرمرو ډک روان وي. "

جمهوررئیس غني په ګمرکونو د سوداګرو ستونزې ومنلې او د اسلام قلعه، زرنج، اقینه او حیرتان بندرونو له کارونو یې نارضایتي وښوده وې ویل: " دا چې دا جفا زما ملت ته د منلو نه ده ماته هم د منلو وړ نه ده او ژمنه یې وکړه چې د څه مودې لپاره به د اصلاحاتو تر راتلو دا بندرونه په خپله له ارګه اداره کړي. "

جمهوررئیس غني د بېکارۍ په اړه وویل، ولس باید د پانګوالو اهمیت درک کړي، دولت لسګونو میلیونو وګړو ته کار نشي پیدا کولی، دا پانګوال دي چې کار پیدا کوي، خو حکومت ورته پلانونه او اسانتیاوې برابروي.

له دې وروسته جمهوررئیس غني د پټۍ په پرې کولو د مالوچو د پروسس فابریکه پرانیسته او د دغې فابریکې بېلابېلې برخې او ماشین الات یې وکتل.

ورپسې جمهوررئیس د نویو جوړو شویو ۲۵فابریکو له غرفو او تولیدي توکو لیدنه وکړه او صنعتکاران یې زیاتو او با کیفیته تولیداتو ته وهڅول.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement