د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چارواکي : لوګر کې د طالبانو د بريدونو له امله د ملکي خلکو مرګ ژوبله زياته شوې

چارواکي : لوګر کې د طالبانو د بريدونو له امله د ملکي خلکو مرګ ژوبله زياته شوې

Aug 20, 2017 - 18:27

پل علم (پژواک،٢٩زمرى٩٦): د لوګر حکومتي چارواکي ادعا کوي چې په تېرو دوو اوونيو کې د وسله والو طالبانو د بريدونو له امله لس ملکي وګړي وژل شوي دي.

د لوګر د والي وياند مير احمد سيلاب د زمري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو د بريدونو له امله د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

ده زياته کړه، يواځې په تېرو دوو اوونيو کې په مرکز پل علم، محمداغې او بره کي برک ولسواليو کې لس ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، دغه ملکي کسان د طالبانو په هدفي وژنو، چاودنو او وسله والو بريدونو کې وژل شوي دي.

دى وايي: ((خلک بايد نور په دې پوه شي چې طالبان د دوى سر او مال ته خطره ده، بايد د حکومت کلک ملاتړ وکړي.))

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د امنيت په ټينګښت کې له امنيتي ځواکونو سره پوره همکاري وکړي.

خو د لوګر د ولايتي شورا غړي حسيب الله ستانکزي پژواک ته وويل چې ملکي وګړي يواځې د طالبانو نه، بلکې د امنيتي ځواکونو په بريدونو کې هم وژل کيږي.

هغه په دې اړه کومه بېلګه وړاندې نه کړه، خو زياته يې کړه: ((سږکال په دې ولايت کې د ملکي تلفاتو شمېر بېخي ډېر دى.))

ستانکزي د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د جګړې پرمهال د ملکي خلکو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د لوګر د مرکز د نيازيو کلي اوسېدنکي عبدالرزاق پژواک ته وويل، يوه اوونۍ وړاندې يې ورور خواجه عبدالوکيل د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې و وژل شو.

هغه وايي: ((ورور مې مزدوري کوله، خټې يې کولې چې پر مرمۍ ولګېده او مړ شو؛ زه اوس نه پوهيږم چې دا د چا پر مرمۍ وژل شوى دى.))

هغه زياته کړه، له عبدالوکيل څخه اوس ورته اته ماشومان او يوه کونډه پاتې ده چې دى يې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړى دى.

ده وويل: ((زه يو وړکى دوکان لرم، په يواځې ځان نه شم کولى هم خپل بچيان وساتم او هم د خپل ورور.))

هغه په ژړغوني غږ وويل: ((زه چې کله کور ته راځم، نو ورېرونه مې رانه پلار غواړي، زه څنګه وکړم، هېڅ دغه حالت ليدلى نه شم.))

عبدالرزاق له حکومت نه جدي غوښتنه وکړه چې د خلکو د امنيت لپاره دې اړيني هلې ځلې وکړي، ځکه خلک نور د ناامنۍ د زغملو توان نه لري.

د اړوندې موضوع په اړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د جګړې پرمهال طالبان د ملکي خلکو ژوند ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د ده په وينا، ملکي خلکو ته ډېرى وخت مرګ ژوبله د افغان او بهرنيو ځواکونو له لوري اوړي.

مجاهد وايي: ((موږ ملکي خلک نه وژنو، څه وخت مخکې د محمداغې په دهنو سيمه کې د ملکي خلکو پر موټر ماين چاودنه وکړه، پنځه کسان په کې و وژل شول، طالبانو اوس په دې اړه پلټنې پيل کړي چې دغه ماين د چا له خوا ايښودل شوى و.))

په لوګر کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه داسې مهال څرګندونې کيږي چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو په راپور هم راغلي وو چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال په افغانستان کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement