د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ارغنداب کې بېلابېلې کرنيزې پروژې پرانیستل شوې

په ارغنداب کې بېلابېلې کرنيزې پروژې پرانیستل شوې

Aug 21, 2017 - 18:46

کندهار (پژواک، ۳۰ زمری ۹۶): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې کرنیزې پروژې بشپړې او نن د زمري په ۳۰مه پرانیستل شوې.

په دغو پروژو کې د چرګانو فارمونه، کشمش خونې، د انارو د باغونو لپاره د درملو د کيټونو وېش او د یوه کانال رغونه شامل دي.

د یادو شوو پروژو د پرانیستنې په موخه د کندهار ولایت مقام د مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب په مشرۍ یوه پلاوي دغې ولسوالۍ ته سفر وکړ چې د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي او نورو سکتوري رییسانو یې ملتیا کوله.

د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي د پروژو د پرانیستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل، نن په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې کرنيزې پروژې پرانیستل شوې.

هغه زیاته کړه، د دغو پروژو لګښت د کرنې وزارت او مرستندویه ادارو له خوا ورکړل شوی دی.

د ده په خبره، د پروژو په لړ کې یوه د ارغنداب ولسوالۍ د ۷۵۰ متره په اوږدوالي د یوه کانال د رغولو او استنادي دېوال جوړولو وو چې ویجاړ شوی وو او اوبه یې ضایع کېدلې.

دی وايي، د دغه کانال په جوړولو د لسګونو کلیو له ۱۰ زرو زیات باغونه او ځمکې خړوبېږي چې ۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

دغه راز ده وویل، په دې پروژو کې ۴ د چرګانو د روزنې لوی فارمونه هم شامل دي چې هر فارم د ۵ زره چرګانو د ساتنې او روزنې وړتیا لري.

د ده په خبره، د دې تر څنګ د ارغنداب ولسوالۍ د ۱۳۸ بې وزلو کورنیو سره د اقتصادي مرستې په موخه د هغوی په کورونو کې هم د چرګانو د روزنې واړه فارمونه جوړ شوي دي.

نوموړي د ۱۰ کشمش خونو یادونه هم وکړه چې په نوي سیسټم په دې ولسوالۍ کې جوړ شوي او دغه راز د انارو پر باغ لرونکو بیا د د درملو او وسایلو کيټونه ووېشل شول.

سیدي وايي، د دغو ټولو پروژو له پرانیستنې سره به اوس د ارغنداب ولسوالۍ د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راشي او هغوی به د دې جوګه شي چې په کرنيزو  برخو کې په کارونو بوخت شي او خپل اقتصاد ته وده ورکړي.

د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي وویل، ارغنداب یوه زراعتي ولسوالۍ ده چې د دغسې پروژو پلي کېدل به په کې د کرنې او مالدارۍ د لا ودې لامل شي.

هغه د کرنې له وزارت څخه مننه وکړه چې د دې ولسوال هغه کانال یې ورغاوه چې زرګونه کرنیزې ځمکې او باغونه تر لاندې دي او مخکې یې اوبه ضایع کېدلې.

ولسوال د چرګانو د فارمونو، کشمش خونو او د انارو د کيټونو د وېش پروژې هم ګټورې وګڼلې او یادونه یې وکړه چې خلک دې ډول بنسټیزو پروژو ته اړتیا لري چې په ژوند کې یې مثبت بدلون راولي.

د کندهار ولایت مقام مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب وویل، په کندهار ښار او ولسوالیو کې متوازن پرمختیايي کارونه د ادارې لومړیتوب دی.

هغه زیاته کړه، دا مهال په کندهار ښار او ولسوالیو کې په لسګونو نورې ورته پروژې روانې دي چې خلکو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي او د اقتصادي ودې لامل کېږي.

د ولسوالۍ قومي مشرانو او عامو اوسېدونکو د کرنې په برخه کې د دغو پروژو پر پيل کېدو خوښي ښودله او ویل یې له دې سره به د ډېرو بې وزلو خلکو ژوند ښه شي.

د ارغنداب ولسوالۍ د تابین سیمې اوسېدونکي عبدالجبار پژواک اژانس ته وویل: ((په ولسوالۍ کې د چرګانو د فارمونو، کشمش خونو، کانال او نورو پروژې په بشپړېدو ډېر خوشاله یم، په دې کې به ډېر بې وزله خلک په کارونو بوخت شي او په ژوند کې به یې مثبت بدلون راشي.))

هغه غوښتنه وکړه چې نورې ادارې دې د پوهنې، روغتیا او نورو برخو کې هم په ورته توګه په ارغنداب ولسوالۍ کې خلکو ته کار وکړي.

د یادونې ده چې تېره اوونۍ د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې هم د کرنې وزارت د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت درې کرنیزې پروژې پیل شوې وې.

ارغنداب ولسوالي د کندهار ښار شمال لوېديځ لوري ته د ١٠ کيلو متره په واټن پرته ده، دغه ولسوالي د کندهار له سرسبزه ولسواليو څخه ګڼل کېږي، چې انار او انګور يې ډېر شهرت لري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement