د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر: فساد بنسټیز درد دی او دا درد بنسټیزه چاره غواړي

ولسمشر: فساد بنسټیز درد دی او دا درد بنسټیزه چاره غواړي

Aug 22, 2017 - 19:08

کندهار (پژواک، ۳۱ زمری ۹۶): ولسمشر غني وايي چې  د پوهنې په برخه کې ستونزه ملي فاجعه ده خو په دې تړاو به بدلونه راشي او کندهار کې به هغه رییسان له دندو لرې کړل شي چې له درېیو کلونو ډېر د رييسانو په توګه پاتې شوي دي.

محمد اشرف غني دغه څرګندونې نن کندهار ته د سفر پر مهال د کندهار  ولايت د خلکو له شکايتونو اورېدو وروسته وکړې.

غونډه په کندهار هوايي ډګر کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو په قوماندانۍ کې جوړه شوې وه چې سلګونو تنو په کې ګډون کړی وو.

په پيل کې د کندهار والي زلمي ويسا وینا وکړه او ویې ویل، په کندهار کې امنیتی وضعیت ښه دی خو د لا ښه والي لپاره یې د امنیتي ځواکونو تمویل او تجهیز ته اړتیا ده.

هغه له فساد سره د مبارزې، اقتصادي پروژو د پیل، له ولس سره د اړیکو ایجاد، اصلاحاتو راوستو،   بهرني سیاست او نور برخو کې د ولسمشر هڅې وستایلې.

د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال هم د هېواد د پرمختګ په برخه کې د ولسمشر کړنې وستايلې او ويې ويل چې د کندهار د خلکو په استازیتوب له ولسمشر څخه ملاتړ کوي.  

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي تورن عبدالخالق بالاکرزي له ولسمشر څخه وغوښتل چې د کندهار د برېښنا ستونزې حل ته دې پاملرنه وشي او د کرنې د ودې په موخه دې د اوبو بندونه جوړ شي.

کندهار کې د موی مبارک جومات خطیب وویل، په کندهار کې اداري فساد لویه ستونزه ده، بې کاري ډېره شوې ده، د پوهنې د بهیر معیار ټيټ دی او په دې ټولو برخو کې جدي کار او اصلاحاتو ته اړتیا ده.

د کندهار د ښځو په استازیتوب مدني فعالې اناهیتا وویل، کندهار له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د جګړې قرباني دی او ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري.

هغه د پوهنې په برخه کې د ښوونکو د تشکیل پر ډېرېدو، ښوونځیو ته د ودانیو او دغه راز مېرمنو ته د یوه مجهز نسايي ولادي روغتون پر جوړولو ټینګار وکړ.

اناهيتا غوښتنه وکړه چې په دې ولایت کې دې مېرمنو ته کاري فرصتونه ډېر شي.

د کندهار یوه مدني فعال نثار احمد صالح وویل، کندهار کې امنیت په نسبي توګه ښه دی، خو د پوهنې بهیر هومره له فساده ډک دی چې اصلاً دلته معارف نشته او د کاروبار په یوه مارکېټ بدل شوی دی.

هغه د برېښنا د نشتوالي، د کرنې په برخه کې له ستونزو هم یادونه وکړه او ويې ويل چې باید د هواري لپاره یې کار وشي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ګل اغا شېرزي وویل، د کندهار د خلکو بنسټیزه غوښتنه سوله ده او په دې برخه کې خلک هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

هغه زیاته کړه، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت به د سولې او د قومونو د یووالي په برخه کې کار وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني وويل چې د کندهار د برېښنا او نورو برخو کې شوې ژمنې به عملي شي.

ده یادونه وکړه چې د کندهار پر برېښنا به ۴۷۶ میلیونه ډالر ولګول شي، چې په دې لړ کې د کجکي بند د دویمې برخې، له غزني تر کندهاره پورې د وارداتي برېښنا د مزیو غځول او د ۱۰ مېګاواټه لمريزې برېښنا چمتو کول شامل دي.

هغه د پوهنې په برخه کې د ستونزو په اړه وویل چې دا ستونزه په يوه ملي فاجعه بدله شوې ده.

ده وویل، تر راتلونکو دوو اوونیو به د ده په مشرۍ د بشري ځواک عالي شورا جوړه شي چې نه یوازې په نصاب کې به بدلون راوستل شي، بلکې د پوهنې په وزارت کې به ژور بدلونونه رامنځته شي.

خو ده په دې لړ کې يې د کندهار له خلکو، مدني فعالانو او ځوانانو وغوښتل چې د پوهنې د بهیر د معیاري کېدو په برخه کې دې لاسونه سره یو کړي.

ولسمشر د کندهار له والي وغوښتل چې د دې ولایت له مشرانو، مدني ټولنې او ځوانانو سره په ګډه دې پر یوه اصلاحي طرحه کار وکړي چې دی یې عملي کړي.

هغه زیاته کړه، په کندهار کې دې د دولتي ادارو دقیقه ارزونه وشي او هغه رییسان دې له دندو لرې کړای شي چې له درېیو کلونو ډېر پر خپلو ریاستونو پاتې دي.

ولسمشر له مالیې وزیر څخه وغوښتل چې د کندهار لپاره دې یوه پرمختیايي طرحه جوړه کړي څو تر راتلونکي کال پورې په بېلابېلو برخو کې په دې ولایت کې مثبت بدلون راشي.

هغه د غونډې ګډونوالو ته په ټینګار سره وویل، دا د زمانې غوښتنه ده چې خپل راتلونکی په لاس کې واخلو او د جدي اصلاحاتو پر لور یون وکړو.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement