د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په لس ولايتونو کې د ٥١ زره جريبه ځمکې د خړوبولو زمينه برابريږي

په لس ولايتونو کې د ٥١ زره جريبه ځمکې د خړوبولو زمينه برابريږي

Aug 22, 2017 - 17:59

کابل(پژواک، ٣١ زمرى ٩٦): د ٣٦٦ميليون افغانيو په لګښت د اوبو رسونې د ٣٨شبکو په جوړېدو سره به د ٥١ زره جريبه ځمکې د خړوبولو زمينه برابره شي . 

د دغو شبکو د جوړېدو تړون نن د (زمري په ٣١مه ) د کرنې د وزير اسد الله ضمير او د ١٦ساختماني شرکتونو د استازيو ترمنځ په کابل کې لاسليک شو .  

ضمير وويل چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به ٥١زره جريبه ځمکې د خړوب زمينه برابره چې د هغې له ګټو به ٤٤زره تنه برخمن او پنځه زره کسانو ته به کاري زمينه هم برابره شي . 

ده وويل چې پردې پروژو ٣٦٦ميليون افغانۍ لګښت راځي چې د وزارت له انکشافي بوديجې او نړيوال بانک له خوا ورکول کيږي .

ده وويل چې دغه شبکې په سمنګان، بلخ، پروان، پنجشیر، کابل، هرات، کونړ، لغمان، تخار او بغلان ولايتونو کې جوړيږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement