د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اروزګان کې ٢٨ شنې خونې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

اروزګان کې ٢٨ شنې خونې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

Aug 23, 2017 - 17:22

ترينکوټ(پژواک،د وږي لومړۍ نېټه٩٦): په اروزګان ولايت کې د څه باندې ١٥ ميليونو افغانيو په لګښت جوړې شوې ٢٨ شنې خونې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د اروزګان ولایتي چارواکي وايي، دا شنې خونې یا ( Green Houses ) به په دغه ولایت کې د سړ خونو یو ښه بدیل وي او له بله لوري به دا شنې خونې تر یوې کچې د وروستیو جګړو پر مهال کروندګرو ته د اوښتو زیانونو جبران شي.

د اروزګان والي محمد نذیر خروټي د یادو شنو خونو د ګټي اخیستنې پر مهال وویل چې په دې ٢٨ شنو خونو ١٥،٥ ميليونه افغانۍ لګول شوې دي.

خروټى وايي، د دغو شنو خونو د حاصلاتو لپاره به د مارکېټ په پیدا کولو کې هڅې وکړي او پر یو شمېر دولتي ادارو به هم فشار اچوي چې د بهرنیو توکو پر ځای له کورنیو سبزیجاتو څخه ګټه واخلي.

په دې غونډه کې د اروزګان د کرنې ريیس زلمي الکو  وويل چې یادې شنې  خونې یې د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند په امنو سيمو کې جوړې کړې دي.

الکو زیاتوي، کروندګر یې دې برخه کې روزلي او هم ورته د څو ډوله سبزیجاتو د اصلاح شویو تخمونو تر څنګ کیمیاوي سره هم ورکوي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement