د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ملي تدارکاتو کمېسیون شپږ قراردادونه منظور کړل

ملي تدارکاتو کمېسیون شپږ قراردادونه منظور کړل

Aug 27, 2017 - 20:28

کابل (پژواک ٥ سنبله ٩٦): ملي تدارکاتو کمېسیون له ۶۶۴ میلیون څخه زیاتو افغانیو په ارزښت شپږ قراردادونه منظور کړي دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي تدارکاتو کمېسیون د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ نن ماسپښین غونډه وکړه.

سرچينه کاږي، په دې ناسته کې د بېلابېلو تدارکاتي ادارو په یو شمېر قراردادونو د بحث تر څنګ‎ د نږدې ۶۶۵ میلیونو افغانیو په ارزښت شپږ  قراردادونه منظور شول.

سرچينه زياتوي، په منظور شویو قراردادونو کې لاندې پروژې شاملې دي:

-         د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت اړوند د هېواد د ۳۴ ولایتونو کروندګرو لپاره د غنمو د کښت د ۱۰ زره ټنه تخم برابرول او تدارک،

-         د ټولګټو وزارت اړوند د فاریاب ولایت د چهارتوت سیمې څخه تر دهن یار پورې د لومړي فاز لومړۍ برخې د سړک د جوړونې او بیارغونې قرارداد،

-         د بیې له زیاتوالي او د وخت له تمدید سره یو ځای د کابل؛ لوګر د دويم لین د سړک د پروژې د قرارداد د تعدیل منظوري،

-         د برېښنا او اوبو وزارت اړوند؛ د بیې له زیاتوالي پرته د ګمبیري د اوبو د برېښنا د اوبو لګونې او تولید پروژې د دويمې مرحلې د تفصیلي مطالعاتو او ډیزاین د قرارداد تعدیل،

-         د عدلیې وزارت اړوند؛ د بیې له زیاتوالي او وخت له تمدید سره یو ځای دارالامان سیمه کې د نوموړي وزارت د اداري تعمیر د جوړولو د پروژې د قرارداد تعدیل،

-         او د اریانا افغان هوایي شرکت پيشنهاد چې د ملي تدارکاتو کمېسیون د مخکینۍ پرېکړې د لارښوونې مطابق د هوایې ډګرونو لپاره د تېلو د قرارداد عقد په اړه وو؛ په ټیټه بیه منظور کړی شو. 

د خبرپاڼې په حواله، په غونډه کې د سړکونو د جوړولو پروژو باندې د بحث او منظوري پر وخت د ملي تدارکاتو کمېسیون غړو له کار څخه د جدي څارنې په اړه سپارښتنه تر سره کړه.  

د خبرپاڼې د معلوماتو له خې، د ملي تدارکاتو کمېسیون په دې ناسته کې اجرائیه رئیس داکتر عبدالله عبدالله، د جمهوري ریاست لوړ مقام دويم مرستیال محمد سرور دانش، د مالیې او عدلیې وزیرانو، د اقتصاد وزارت سرپرست، په زیربنايي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار، د ملي تدارکاتو ادارې چارواکو، سیګار، سیستیکا غوڅ ملاتړ، د ولسي جرګې د بودجوي او مالي کمیسیون او د افغانستان د روڼتیا څار ادارې چارواکو؛ دڅارونکو په حېث ګډون کړی وو.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement