د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"هېڅ کوم زور واکي ته اجازه نه ورکوو چې امنيت ګډوډ کړي"

"هېڅ کوم زور واکي ته اجازه نه ورکوو چې امنيت ګډوډ کړي"

Aug 27, 2017 - 16:51

فيض اباد (پژواک، ٥ وږى ٩٦): د بدخشان ولايت د ښاري ګارنيزيون قوماندان وايي چې د ښاري ګارنيزيون په جوړېدو سره به هېڅ زورواکي ته اجازه ورنه کړي چې له وسلې او تورو ښيښو لرونکو موټرو سره تګ راتګ وکړي.

د بدخشان د ٢٠ پامير فرقې د دويمې پلې لوا او ښاري ګارنيزيون قوماندان ډګروال محمد نعيم مجيدي وويل: ((موږ د فيض اباد د خلکو د پر له پسې غوښتنو پر بنسټ په ښار کې ښاري ګارنيزيون جوړ کړى، څو د غير قانوني افرادو د تګ راتګ، د تورو ښيښو لرونکو موټر و د ګرځولو او غير قانوني وسلو د لېږد مخنيوى وکړو.))

د فيض اباد ښاري ګارنيزيون قوماندان خلکو ته ډاډ ورکړ چې ښاري ګارنيزيون په جديت سره کار کوي او هېڅ قانون ماتونې ته اجازه نه ورکوي، څو د خلکو ارامي له منځه يوسي،  د ګارنيزيون ځواکونه هم له استثنا پرته له ټولو سره يو ډول چلند وي.

د ويلو ده چې څه موده وړاندې هم د فيض اباد خلکو په يو ستر لاريون کې له ولايتي چارواکو په ځانګړي ډول والي نه غوښتي وو چې د ښار په منځ کې د غير قانوني وسله والو د تګ راتګ مخنيوى وکړي، ځکه چې د امنيت د ګډوډۍ سبب ګرځي او پر وړاندې يې دې ښاري ګارنيزيون جوړ شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement