د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندوز کې د وارداتي برېښنا تخریب شوې پایه جوړه شوه

په کندوز کې د وارداتي برېښنا تخریب شوې پایه جوړه شوه

Aug 27, 2017 - 17:49

کابل (پژواک، ٥ وږى ٩٦): د برېښنا شرکت وايي، په کندوز کې د وارداتي برېښنا تخریب شوې پایه جوړه شوه او د برېښنا د مزو تړل یې دوام لري.

دغه مطلب د ياد شرکت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې په ډاګه شوى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان برېښنا شرکت د لوړ ولتاژ اود  کندوز برېښنا تخنیکي او فني ټیمونو له پرله پسې هڅو سره وتوانېدل چې د کندوز په الچین سیمه کې د جنګ له امله تخریب شوې د برېښنا پایه ودروي.

سرچينه دغه راز کاږي، په یاده سیمه کې د برېښنا د پرې شویو مزو د تړلو لړۍ په شدت سره دوام لري او ډېر ژر به د بغلان، پروان، کابل او میدان ښار برېښنا عادي حالت ته را وګرځي.

سرچينه زياتوي، دغه راز د افغانستان برېښنا شرکت توانېدلی چې د کابل برېښنا د ازبکستان د وارداتي برېښنا له مزي څخه برابره او د کابل ښاریانو د برېښنا ستونزه تر یوه بریده هواره کړي.

له بلې خوا د برېښنا شرکت په يوه بله خبرپاڼه کې راغلي چې د دایکنډي ولایت د سوختک برېښنا بند د جوړېدو چارې به د دې کال تر پايه بشپړې شي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، د دایکنډي د سوختک برېښنا بند پروژه د ۷۰۰ کیلوواټه تولیدي برېښنا ظرفیت لري، د ۳۰ متره ځوړ په لرلو سره دوه توربینونه یې د تولیدي برېښنا لپاره کارول کیږي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

سرچينه کاږي، د دې پروژې تړون وړاندې تر دې د سیس کنک کورنۍ کمپنۍ سره لاسلیک شوی و چې ۶۰ سلنه کار یې بشپړ شوی دی. یاده پروژه ۹.۴ میلیون امریکایي ډالره لګښت لري چې د افغانستان برېښنا شرکت له پراختیایي بودیجې څخه تمویلیږي.

سرچينه زياتوي، دغه پروژه به د روان کال تر پايه بشپړه شي چې ورسره به ۲۰۰۰ پېرودنکي د نوي تولیدي برېښنا له انرژۍ څخه برخمن، د دایکنډی مرکز نیلي به روښانه او همدارنګه د دغه ولایت ډیزلې برېښنا به په تولیدي برېښنا تبدیل کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement