د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د "کنګو" ناروغۍ له امله ١٣ تنه مړه او ٤٢ نور پرې اخته شوي دي

د "کنګو" ناروغۍ له امله ١٣ تنه مړه او ٤٢ نور پرې اخته شوي دي

Aug 28, 2017 - 20:17

هرات (پژواک ٦وږى٩٦): د "کنګو" وينې بهوونکې تبه چې تر ډېره د حيواناتو د حلالولو په وخت کې انسان ته لېږدي، د کال په اوږدو کې يې د هرات ولايت د ١٣ اوسېدونکو ژوند اخيستى او پر دغې ناروغۍ ٤٢ تنه نور اخته شوي دي.

د روغتيايي چارو د متخصصينو په وينا، کريمه کنګو د انسان او حيوان (غوا، وزې، پسه او فيل مرغ) ګډه ويروسي ناروغي ده چې د ککړو "ګنګونو" د چيچلو او يا د وينې له لارې انسان ته لېږدول کېږي.

دغه ناروغي په لوړې تبې، د ملا، بندونو او معدې درد او استفراق سره پېلېږي او ورپسې په سترګو، مخ او غاړه کې سوروالى ليدل کېږي.

پر بدن د تارکشک ډوله داغونو رامنځ ته کېدل، له پوزې څخه د ډېرې وينې بهيدل او ستنې لګېدو (پيچکارۍ) له ځاى څخه د نه کنټرولېدونکې وينې بهيدل، د دغې ناروغۍ پرمختللي پړاوونه دي او که په بېړه يې درملنه ونه شي، د انسان د مرګ لامل ګرځي.

د هرات د عامې روغتيا رياست چارواکي د لوى اختر په درشل کې خلکو په ځانګړې توګه د هرات اوسېدونکو ته د دغې ناروغۍ د خپرېدو او لېږدېدو په اړه خبردارى ورکوي او له هغوى څخه غواړي چې د دغې ناروغۍ د لېږد د مخنيوي لپاره دې د اختر په ورځو کې د حيوان د حلالولو په وخت کې خونديتوب مراعات کړي.

د هرات د عامې روغتيا رييس عبدالحکيم تمنا وويل، تېر کال په هرات کې د دغې ناروغۍ له امله له لسو تر شل تنو پورې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

نوموړي زياته کړه: "په هرات ولايت کې د حيوان "ګنګ" ځايي دى، د حيواناتو ډېرى ګنګونه همدا ډول ګنګونه دي؛ له همدې امله ډېرې پېښې وينو او زه له خپلو خلکو هيله لرم چې د لوى اختر په ورځو کې کله چې له حيوان سره مخ کېږي، پام دې کوي چې په حيوان کې ګنګ ونه اوسي، کله چې غوښه پرې کوي، خپل لاس ته دې پام کوي چې هډوکي يې په لاس کې لاړ نه شي او پام دې کوي، هغه پسه چې حلالوي يې، ناروغ نه وي."

په ورته وخت کې د هرات د حوزوي روغتون د انتاني څانګې متخصص ډاکټر فرهاد سارم د پژواک خبري اژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل چې د وينې بهېدونکې تبې ناروغي، د انسان او حيوان يوه ګډه ناروغي ده چې د "ګنګ" په وسيله د ناروغ حيوان د وينې يا غوښې له لارې انسان ته لېږدي.

هغه زياته کړه: "د روان کال له پيله تر اوسه پورې په دغه روغتون کې د وينې بهوونکې تبې ناروغۍ ٥٥پېښې ثبت شوې دي چې له ياد شمېر څخه ١٧ يې په مېرمنو کې دي او ١٣د مړينې پېښې چې ٧يې نارينه او ٦ښځينه دي، ثبت شوې دي."

د هغه په وينا، تبه، سردرد، د بندونو درد، د بدن د ځينو برخو تورېدل، کانګې او وينه بهيدنه د دغې ناروغۍ نښې دي چې که ناروغ تر درملنې لاندې ونه نيول شي، د مړينې لامل يې کېږي.

هغه زياته کړه: "دغه ناروغي په حيوان کې د ګنګونو د زياتېدو له امله پيدا کېږي او ګنګونه له يوه نسل څخه بل نسل ته ناروغي لېږدوي چې ډېرى په ګرمو موسمونو کې خپرېږي او هغه کسان چې پسونه حلالوي، بايد لاس پټي، خول بند، عينکې او موزې وکاروي چې ويروس ورته ونه لېږدي."

د هرات د ګذرې ولسوالى يوه مالدار او د وينې بهېدونکې تبې پر ناروغۍ اخته کس سيدمحمود چې ٩ ورځې کېږي د هرات په حوزوي روغتون کې بستر دى، پژواک ته يې وويل: "د پسونو رمه مې لرله، ټول ناروغان شول او حلال مې کړل او له دوه ورځو وروسته مې ټول بدن درد کاوه؛ شخصي کلينيک ته لاړم، زه يې روغتون ته راولېږلم او اوس ٩ ورځې کېږي چې دلته بستر يم."

احمد اقا پر دغه ناروغۍ اخته بل کس دى چې د هرات په حوزوي روغتون کې بستر دى. ده وويل: "ما چې کله پسه حلال کړ، وينې يې زما مخ، لاسونو او پښو ته را باد شوې او له هماغه وروسته ناروغ شوم او اوس روغتون ته راغلى يم او ډاکټرانو وويل چې ته د وينې بهېدونکې تبې ناروغۍ نيولى يې او اوس يو څه ښه يم."

د هرات د انجيل ولسوالۍ اوسېدونکي محمد چې خپل ١٨کلن زوى په بد وضعيت کې بستري دى، پژواک ته وويل: "زوى مې په يوه هوټل کې کار کاوه او اته ورځې کېږي چې له پوزې څخه سخته وينه ځي او څلور ورځې کېږي چې په حوزوي روغتون کې بستر دى او د مرګ له خطر څخه خلاص شوى دى."

په ورته وخت کې د هرات د کرنې رياست د حيواناتو د روغتيا مدير خليل احمد واعظ وويل، خلک دې انسانانو ته د دغه ناروغۍ د لېږدېدو د مخنيوي لپاره د حيواناتو د حلالولو په وخت کې روغتيايي ټکي په پام کې ونيسي.

نوموړي زياته کړه: "کله چې قصاب حيوان حلالوي، بايد د خونديتوب "کيت" ولري چې عبارت له عينکو، ماسک، چپنې، موزې او دستکش څخه دي چې بايد کار ترې واخلي؛ څو د حيوان د حلالولو په وخت کې پر ناروغۍ د اخته کېدو مخه ونيول شي، د حيوان له حلالېدو څخه لږ تر لږه بايد له دوو تر درېيو ساعتونو پورې له غوښې څخه کار وانه خيستل شي."

واعظ زياتوي چې دغه ناروغي، له ناروغ انسان څخه بل انسان ته هم لېږدي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement