د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هرات کې هوايي برید ٢٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

هرات کې هوايي برید ٢٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

Aug 29, 2017 - 15:19

هرات (پژواک، ٧ وږى٩٦): د هرات ځايي چارواکو تاييد کړه چې د طالبانو د قوماندانۍ پر يوه مرکز په هوايي بريد کې د دې ډلې د يو شمېر کسانو په ګډون ١٣ ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل چې پرون د دغه ولايت د شينډنډ ولسوالۍ په بخت اباد کلي کې د طالبانو پر مرکز هوايي بريد شوى چې له امله يې د دوو مهمو طالب قوماندانانو په  ګډون د يادې ډلې ١٦ کسان وژل شوي او ٤ نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه: "له سيمې د لومړنيو راپورونو له مخې، په دغه بريد کې د مېرمنو او ماشومامو په ګډون ١٣ ملکي کسان چې د ياد مرکز په چاپېر کې اوسېدل هم وژل شوي او اووه نور ټپيان دي چې دغه موضوع په جدي توګه څېړل کېږي."

جيلاني ټينګار کړى چې د ولايت د مقام له خوا حقيقت موندونکي پلاوي ته دنده سپارل شوې چې د پېښې سيمې ته ولاړ شي او د ملکي کسانو د وژل کېدو ادعاګاوې په جدي توګه وڅېړي.

د هرات د والي وياند زياته کړه چې له دې سره هم مهاله ١٩کسان چې د طالبانو په مرکز کې بنديان وو په تېښته بريالي شوي، خو تر اوسه د دغو کسانو هويت نه دى معلوم.

له بلې خوا د هرات د ولايتي شورا غړي، سيد عظيم کبرزاني پژواک ته وويل چې بهرنيو ځواکونو پرون څلور بجې د شينډنډ ولسوالۍ په بخت اباد سيمه کې هوايي عمليات ترسره  کړي دي.

د کبرزاني په خبره، د ده ترلاسه کړې شمېرې څرګندوي چې د دې عملياتو په پايله کې ١٥ کسان چې ښځې او ماشومان په کې دي، وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د هرات د حوزوي روغتون وياند محمدرفيق شېرزى وايي چې تېره شپه د شينډنډ ولسوالۍ له بخت اباد سيمې يو وژل شوى ماشوم او درې ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.

د شېرزي په وينا، د دې پېښې په ټپيانو کې دوې نجونې او يوه ٢٦کلنه مېرمن شامل دي چې اوس په روغتون کې بستري دي.

له بلې خوا درې ټپيان چې په روغتون کې بستر دي وايي چې پرون يې پر کورونو هوايي بريد وشو چې له امله يې د څو کورنيو ١٨غړي وژل شوي چې ټول ښځې او ماشومان دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement