د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ لګول کېږي

هلمند کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ لګول کېږي

Sep 03, 2017 - 10:50

لښکرګاه (پژواک، ١٢ وږی ۹۶): د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د کرنې او مالدارۍ د ودې په موخه ۲۰۰ میلیونه افغانۍ لګول کېږي.

په دې لړ کې ۱۲ بېلابېلې پروژې پلان شوې چې بې وزلو کروندګرو او مېرمنو ته د باغونو، ممیز خونو، د چرګانو فارمونو جوړول او نور په کې شامل دي.

د هلمند ولایت د کرنې سرپرست رییس رفېع الله قلم پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې پروژې د روان کال تر پایه پلي کېږي چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې به د پام وړ مثبت بدلونونه راولي.

دی وايي، د هلمند د مرکز لښکرګاه تر څنګ په ګرشک او نادعلي ولسوالیو کې بې وزلو مېرمنو ته ۵۰۰ باغونه جوړېږي.

د ده په خبره، دغو مېرمنو ته به د مېوو او سبو کرلو او روزلو لارې چارې هم وښودل شي، څو وکولای شي له دې لارې د خپلو کورنیو لپاره عاید ترلاسه کړي او خپل اقتصادي حالت ښه کړي.

قلم وویل، د دې تر څنګ په لښکرګاه او یو شمېر نورو ولسوالیو کې باغ لرونکو ته ۹ ممیز خونې هم جوړېږي چې ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

د ده په خبره، دغه ممیز خونې به په عصري بڼه جوړېږي څو انګور په کې په ښه توګه وچ او په لوړ کیفیت مارکېټ ته وړاندې شي.

د دې تر څنګ نوموړي یادونه وکړه چې د دغو پروژو په لړ کې ۴ حیواني کلینيکونه یا ترمیم شوي او یا نوي جوړ شوي او دغه راز له ګڼو کوچیانو سره د مالونو د ښو ساتلو په موخه د درملو د بستو مرسته هم شوې ده.

ده یادونه وکړه، په راتلونکي ژمي کې به بې وزلو کروندګرو ته د پستې او نورو مېوو ۳۴۰ باغونه هم جوړ شي.

د نوموړي په وینا، د دغو باغونو د جوړولو په موخه د مستحقو کروندګرو ټاکلو سروې پیل شوې ده.

د کرنې سرپرست رییس د مالدارۍ په برخه کې د چرګانو د ۱۵۰۰ فارمونو جوړولو خبره هم وکړه.

ده وویل، په بېلابېلو ولسوالیو کې به بې وزلې او مستحقې کورنۍ انتخابېږي او د چرګانو د روزلو فارمونه به ورته جوړېږي.

د هغه په وینا، په دې لړ کې به یادو کورنیو ته د هګیو او غوښو ۳۰ چرګان د روزنې او ساتنې له اړوندو ټولو وسایلو سره ورکول کېږي.

دی وايي، پر دې پروژه ۳۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د کرنې وزارت له پرمختیايي بودیجې ورکول کېږي.

د دې تر څنګ نوموړي یادونه وکړه چې د لښکرګاه د ځنګل ساتنې په موخه هم یو شمېر پروژې پلان شوي دي.

دی وايي، په دې پروژو کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۹ لویو واټر ګېټونو جوړول او په ځنګل کې د اور لګېدنې د مخنیوي په موخه د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴ کیلومتره لارو جوړول شامل دي.

قلم دا هم وویل چې د روان لمریز کال تر پایه به پر کروندګرو ۱۰۰۰ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم هم ووېشل شي.

نوموړي که څه هم وویل چې دغه پروژې به په سمه توګه پلې کوي خو د امنیت نشتوالی یې جدي ستونزه یاده کړه.

د ده خبره، کېدای شي د همدې ستونزې له امله د دغو پروژو څارنه په ښه توګه ونه شي.

دی وايي، که دغه پروژې په ښه توګي پلي شي نو ۱۰ زره کسان به نېغ په نېغه ورڅخه برخمن شي او په غیر مستقیم ډول به ورڅخه سلګونه زره کسان ګټه پورته کړي.

ده خبر ورکړ چې د راتلونکي لمریز کال لپاره د ورته پروژو د پلي کېدو په موخه کرنې وزارت ته د ۱۳۵ میلیونه افغانیو وړاندیز شوی دی.

په دې اړه د نادعلي ولسوالۍد ټولنیزې شورارییس محمد نبي الفت پژواک اژانس ته وویل، دا پروګرامونه ګټور دي، خو په وېش او پلي کېدو کې يې ستونزې شته.

دی زیاتوي، مهمه دا ده چې د دغسې پروژو د پلي کېدو پر مهال باید قومي سلیقوي او واسطو ته ځای ور نه کړای شي.

نوموړی له اړوندو مسوولینو غوښتنه کوي چې د باغونو او د چرګانو د فارمونو د جوړولو لپاره وړ کورنۍ و ټاکي او په متوازنه توګه هرې ولسوالۍ ته خپل حق ورکړي.

د ولسوالیو اوسېدونکي دغو پروژو ته خوشاله دي خو په پلي کېدو کې یې د عدالت غوښتنه کوي.

د لښکرګاه ښار یوې مېرمنې شکريې چې د چرګانو د فارمونو د ورکړې په لېست کې يې نوم لیکل شوی پژواک اژانس ته وویل، ډېره بې وزلي ده خو خوشاله ده چې د چرګانو د فارم په جوړولو سره به یې ژوند بدل شي.

دا وايي، په کور کې د درېیو زامنو کونډې او یتیمان ورته ناست دي او د ګټې وټې لپاره بل څوک نه لري.

د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې د مرکز د ځينو سيمو په ګډون ډېرې سيمې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement