د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ځمکې د ملکيت پر سر شخړه کې اته ملکي وګړي او دوه پوليس ټپيان شوي

ټولنه

ارشيف

د ځمکې د ملکيت پر سر شخړه کې اته ملکي وګړي او دوه پوليس ټپيان شوي

Sep 04, 2017 - 15:20

تالقان (پژواک،١٣وږى٩٦): د تخار په ورسج ولسوالۍ کې د پوليسو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر شخړه کې اته ملکي وګړي او دوه پوليس ټپيان شوي دي.

د ورسج ولسوالۍ د خانقاه سيمې اوسېدونکي عبدالمعاب د وږي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار  د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د استخباراتو د مدير ابراهيم بېکزاد خوريي غوښتل چې په دې سيمه کې ځمکه غصب کړي.

ده زياته کړه: ((هغه د خلکو له مقاومت سره مخامخ شو چې وروسته يې بيا ماما د خپل خوريي د ننګې په خاطر  يو ټانک، پنځه رېنجر او لسګونه پوليس سيمې ته راوستل.))

د هغه په وينا، پوليسو پر خلکو ډزې وکړې چې د سيمې اته اوسېدونکي په کې ټپيان شوي دي.

د دغه  ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني هم پېښه تاييدوي او وايي، بېکزاد د خپل خوريي په پلوي په ورسج کې له ځايي خلکو سره نښته کړې ده.

دى زياتوي، د امنيت امر جهانګير کرامت ته يې دنده سپارلې، ترڅو ياده موضوع له نږدې وڅېړي.

خو ابراهيم بېکزاد بيا پژواک ته وويل چې د ځمکې د ملکيت پر سر يې له خلکو سره شخړه نه ده کړې.

هغه وايي: ((موږ د اختر لمانځنې لپاره د دوستانو کور ته ورغلي وو، چې د بېرته راتګ  پرمهال  خلکو پر موږ ډزې وکړې، نو ځکه پوليسو هم ځوابي ډزې وکړې.))

د ده په خبره، د خلکو په ډزو کې دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.

تېر کال هم په ورسج کې د سيمې د اوسېدونکو او يوه ځايي قوماندان ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر شخړه شوې وه چې يو شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښتې وه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement