د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په هرات کې د ورېښم چنجيو روزنې صنعت پام وړ وده کړې

په هرات کې د ورېښم چنجيو روزنې صنعت پام وړ وده کړې

Sep 04, 2017 - 11:46

هرات (پژواک، ١٣ وږى ٩٦): د هرات ولاي اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت په زنده جان ولسوالۍ کې د توتو ونو پرېمانه شتون او د ورېښم چنجيو د پالنې لپاره مناسب شرايط د دې لامل شوي چې دا ولسوالۍ په هېواد کې د ورېښمو چنجيو د روزنې اصلي مرکز وبلل شي.

که څه هم په وروستيو څو کلونو کې په هرات په ځانګړي ډول زنده جان ولسوالۍ کې د چنجيو روزنې صنعت د ورکېدو په تړاو اندېښنې موجودې وې، خو اوسمهال د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د ځينو موسساتو په همکارۍ يې يو ځل بيا دغه صنعت ته وده ورکړې ده.

نوموړې له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل: ((له صفر نه مې پيل کړى، نږدې ١٦ کاله کېږي چې خاوند مې ناروغ دى، پنځه اولادونه لرم، يعنې د کورنۍ عايدات مې زما په لاس دي، لومړى مې له شل زره افغانيو کار پيل کړ، اوس په يواځې ځان کولى شم چې هم د کورنۍ ژوند مخې ته يوسم او هم د دغه صنعت له لارې پنځه سوه زره افغانۍ سپما ولرم.))

هغې زياته کړه چې د همدغه صنعت عايد يې سره له دې چې د پنځه کسيزې کورنۍ لګښتونه پوره کوي، د خپل خاوند درملنې لګښت هم ورکوي او له تېر ١٦ کلن عايد نه یې يو شخصي کور اخيستى او د کورنۍ د سرپناه ستونزه يې حل کړې ده.

شکريه تنها يوازېنۍ ښځه نه ده چې د چنجيو د روزنې له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي، فاطمه او ليلما هم دوه نورې مېرمنې دي چې هره يوه يې له تېرو نږدې څلوېښتو کلونو د ورېښمو چنجيو د روزنې برخه کې فعاليت لري.

دوى وايي چې يوازې د يوې جعبې ورېښمو د روزنې سره په څه کمه يوه مياشت کې شاوخوا ١١زره افغانۍ ترلاسه کوي.

فاطمې وويل: ((د روان کال په پيل کې مې يوه جعبه ٢٨ورځو کې وروزله او له پلور يې ١١زره افغانۍ لاسته راغلې، په دې پيسو مو پنځه وري واخيستل، لوى مې کړل او ومې پلورل چې کافي پيسې مې ترلاسه کړې.))

ليلما چې د چنجيو روزنې صنعت کې له ٤٠ کلونو زياته تجربه لري، د څو ورځو سختيو زغملو په بدل کې يوه اندازه پيسې ترلاسه کوي چې له دې لارې د کورنۍ ستونزې حلوي او د خوښۍ احساس کوي.

د نوموړې په خبره، یادې کروندګرې ښځې ورېښم د روزنې له پړاوه نيولې بيا د تار او رخت تر جوړولو پورې خپله ولسوالۍ کې ترسره کوي او بيا يې د زنده جان ولسوالۍ په بازار کې پلور ته وړاندې کوي.

د ښځو تر څنګ يو شمېر سړي هم د ورېښم چنجيو د روزنې لپاره د خوړو چمتو کولو کې چې هماغه د ونو پاڼې دي، همکاري کوي، خو له حکومته غواړي چې د ورېښمين تارونو او رخت پلورلو په برخه کې له هېواده بهر زينه مساعده کړي.

د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکی وکيل احمد هم په دې برخه کې کار کوي او وايي: ((دلته د ورېښم چنجيو روزنې ډېر پرمختګ کړى، خپله همدا کار کوو، که چېرته دولت له موږ سره همکاري وکړي او د روزنې وسايل یې راکړي، کولى شو چې دغه صنعت ته نوره هم وده ورکړو.))

خو رحيم الدين چې له خپلې مرمنې سره د ورېښمو چنجيو د روزنې په برخه کې همکاري کوي، پژواک ته وويل چې د ورېښم چنيجو روزنې جالۍ د دې برخې اړوندو موسساتو ورکړې دي.

هغه له حکومته وغوښتل چې د ورېښم چنجيو د پلور ته په ښه قيمت بازار پيدا کړي.

د زنده جان ولسوالۍ چارواکي وايي چې اوسمهال د دې ولسوالۍ شاوخوا ٩٥ سلنه اوسېدونکي د چنجيو د روزنې پر صنعيت بوخت دي او که چېرې حکومت ورته ګڼې جعبې ورکړي، د خلکو د اقتصادي ودې تر څنګ به دولت هم هر کال ميليونونه افغانۍ عايد ولري.

که څه هم دا د حکومت مسووليت دى چې د ورېښم چنجيو روزونکو ته د چنيجو روزنې جعبې ورکړي او د دغه صنعت په وده کې همکاري وکړي، خو دا جعبې تر ډېره د يوه نا دولتي بنسټ له لوري په وړيا ډول وېشل کېږي.

په هرات کې د رادا په نوم نا دولتي بنسټ مشر ډاکتر نذيراحمد غفوري وويل چې هر کال پر يو شمېر کورنيو د ورېښم چنجيو جعبې وېشي او سږ کال يې هم ٧٥٠ کورنيو ته دا جعبې ورکړې دي.

نوموړي زياته کړه: ((د رادا بنسټ دفتر له عمده فعاليتونو يو هم د ورېښمو د توليد له لارې د مېرمنو اقتصادي وده ده چې موږ د هرات لپاره يو ښه فرصت لرو، په ځانګړي ډول په زدنده جان ولسوالۍ کې چې د اوبو او هوا له اړخه د چنجيو روزنې لپاره مناسبه ده او موږ په کې له ٥٢٢٥٠ مېرمنو سره مرسته کړې او روزلې مو دي.))

له بلې خوا د هرات د کرنې رياست د ترويج عمومي مدير بيشر احمد احمدي وويل چې په هرات کې د ورېښمو چنجيو د روزنې ستر پروګرامونه لري چې په لومړي ګام کې يې د زنده جان ولسوالۍ کې د چنجيو د توليد لپاره يو څېړنيز مرکز جوړ کړى چې يو يا دوو کلونو کې به فعال شي، په بل قدم کې د مارکېټ، بازار موندنې او نورو برخو کې هم د کرنې وزارت او د هرات له کرنې ادارې سره پروګرامونه لري.

په هېواد کې بيا په ځانګړي ډول هرات ولايت کې د ورېښمو چنجیو پالنه له ډېر پخوا په سنتي ډول دود لري، دا کسب پخوا د کليوالو ښځو اصلي کار و او اوسهال هم د هېواد ګڼې کروندګرې ښځې د ورېښم چنجيو د روزنې او ورڅخه د تار جوړولو کې رول لري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement