د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندوز کې ۱۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندوز کې ۱۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

Sep 05, 2017 - 13:59

کندوز- لښکرګاه (پژواک، ١٤ وږى ٩٦): امنيتي مسوولين وايي چې په کندوز او هلمند ولايتونو کې يې د يو شمېر وسلو او چاودېدونکو توکو د کشف او ترلاسه کولو تر څنګ ١٣ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د کندوز د ملي امنيت يوې باوري سرچيني د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د کندوز ښار په سجاني سيمه کې عمليات کړي دي.

سرچينه وايي چې په دغو عملياتو کې ١٣ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياتوي چې د دغو عملياتو پر مهال د وسله والو مخالفينو يو عراده هاموې ټانک، يو عراده رينجر موټر، لس بوشکه يي ماينونه، د ځانمرګو بريدونو څو واسکټونه او ١٢ پايې کمپيوټر له منځه وړل شوي دي.

سرچينه وايي چې یاد عمليات ځانګړو ځواکونو کړي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په هلمند کې د وسله والو مخالفينو د وسلو يوه زېرمه کشف او ترلاسه شوې ده.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي پژواک ته وويل چې د ملي اردو کومانډو ځواکونو تېره شپه په ګرشک ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو د وسلو يوه زېرمه کشف او ترلاسه شوې ده.

د ځاځي د معلوماتو له مخې، له یادې زېرمې نهه مکاروف تومانچې، ۱۴ میله بېلابېل ډوله وسلې، د پیکا درې روسۍ پايې، پنځه د پيکا بکسې، ۱۱۰۰۰ د M4 او ۱۰۰ فېره د M240 مرمۍ او يو شمېر نور مهمات ترلاسه شوي دي.

دغه راز د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ياد عمليات تاييد کړي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement