د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هرات تر ٢٠ ډېرې ځايي ادارې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي

د هرات تر ٢٠ ډېرې ځايي ادارې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي

Sep 08, 2017 - 10:40

هرات (پژواک، ١٦ وږى ٩٦): د ملي يووالي حکومت له جوړېدو څه باندې دوه نيم کاله تېرېږي خو تر اوسه پورې د هرات ولايت ډېرى ځايي ادارې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

د ولايتي شورا يو شمېر غړي او کارپوهان په هرات ولايت کې د سرپرستانو د کار پر دوام نيوکه کوي او وايي چې حکومت په هرات کې د سرپرستۍ د ختمېدو لپاره هېڅ پروګرام نه لري او هغوى پر دې باور دي چې سياسي جوړ جاړي د دې لامل شوي چې کارپوه کسان دغو چوکيو ته لار پيدا نه کړي.

د هرات پوهنتون استاد سيد مسعود حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سرپرستانو د کار واکونه په قانون کې مشخص دي او هغوى نه شي کولاى چې خپل کارونه په ډاډه زړه پر مخ يوسي.

نوموړى د هرات ولايت په ځينو ځايي ادارو کې د فساد شتون او د پلان نه شتون په ياد ولايت کې د سرپرستۍ بهير د دوام له امله ګڼي.

اوس سربېره پر دې چې د هرات د والي د مرستيالۍ چوکۍ تشه ده؛ په دغه ولايت کې لږ تر لږه ١٠ رياستونه، پنځه ولسوالۍ او څلور امريتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

د هرات د ولايتي شورا غړي هم پر دې باور دي چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د واک تمرکز د دې لامل شوى چې د هېواد په ډېرى ولايتونو په ځانګړې توګه هرات کې د سرپرستانو له خوا د کارونو بهير دوام پيدا کړي.

د هرات د ولايتي شورا غړي سيد عظيم کبرزاني په دې اړه پژواک ته وويل: "تر څو چې د متمرکز نظام سيستم شتون ولري، زه د دې ستونزې پر حل کېدو باور نه لرم؛ څه چې ولسمشر په څو وروستيو کلونو کې ترسره کړي، تر ډېره د ولسمشر په واک کې د واک تمرکز او تراکم پاتې شوى دى."

د هرات د ولايتي شورا بل غړي مهدي حديد وويل چې د وزارتونو، مرستيالۍ او رياستونو ټولې چوکۍ سياسي دي او تر ډېره همدا دليل دى چې دغه ادارې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي او که دغه چوکۍ اداري اصلاحاتو ته وسپارل شي، وړ کسان کولاى شي چې د ازادې سيالۍ له لارې دغو چوکيو ته لاره پيدا کړي.

سياسي کارپوه عبدالقادر کامل وويل چې د ښو خدمتونو وړاندې کولو له امله بايد د سرپرستۍ بهير ختم شي، خو له بده مرغه تر اوسه هم په ملکي او پوځي برخو کې په زرګونه چوکۍ د سرپرستانو له خوا اداره کېږي چې دغه کار په خپله فساد ته لاره برابروي.

له دې ټولو سره سره د هرات د ځايي ادارو چارواکي وايي چې د دغه بهير د ختمولو لپاره هڅې روانې دي او ځايي اداره هڅه کوي چې دغه بهير ته د اداري اصلاحاتو کمېسيون ته د متخصصو کسانو په ور پېژندلو سره پاى ته ورسوي.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل: "موږ کابو ډېر مکتوبونه ليکلي، تعقيب کړي او ان د هرات والي په دې وروستيو کې کابل ته په خپل سفر کې، د اداري اصلاحاتو کمېسيون له مشر سره دغه ستونزه شريکه کړه او موږ باور لرو چې دغه ستونزه به ډېر ژر حل شي."

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement