د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سوېلي زون ځینې سیمې د ماشومانو د ګوزڼ له ګواښ سره مخامخ دي

د سوېلي زون ځینې سیمې د ماشومانو د ګوزڼ له ګواښ سره مخامخ دي

Sep 10, 2017 - 19:02

کندهار (پژواک، ۱۹ وږی ۹۶): د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د سوېلي زون یو شمېر سیمې د ماشومانو د ګوزڼ له ګواښ سره مخامخ دي.

په دې کې د کندهار څو هغه ولسوالۍ هم شاملې دي چې وسله والو مخالفینو په کې د پولیو پر واکسيناسیون بندیز لګولی دی.

په همدې موخه نن د وږي په ۱۹مه د سوېلي زون په هغو سیمو کې د پولیو ځانګړی کمپاین پيل شو چې د دغې خطرناکې ناروغۍ د ویروس تر ګواښ لاندې دي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد عظیم زمریال پژواک خبري اژانس ته وویل، هغه څېړنې چې د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست له خوا شوې، ښيي چې د سوېلي زون یو شمېر سیمې د پولیو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

هغه زیاته کړه، د پولیو ځانګړی کمپاین چې نن پیل شو او څلور ورځې به دوام وکړي، تر ګواښ لاندې سیمو کې تر سره کېږي.

په دغو سیمو کې د کندهار، هلمند او  زابل یو شمېر ولسوالۍ شاملې دي چې د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو احتمال په کې ډېر دی.

زمریال وايي، د پيل شوي څلور ورځني کمپاین په لړ کې به د دغو سیمو څه له پاسه ۱،۲ میلیونه له پنځو کلونو څخه د کم عمر لرونکي ماشومان واکسین شي.

بل خوا د کندهار په یو شمېر ولسوالیو لکه شاولیکوټ، نېش او میانشین کې وسله والو د پولیو پر واکسين بندیز لګولی دی.

د دغو ولسوالیو په ډېرو کلیو کې وسله وال فعالیت لري.

وسله والو مخالفینو ځکه دغلته د پولیو پر واکسین بندیز لګولی چې د دوی په وینا، له دولت سره تړلي کسان په کې د واکسيناتورانو په توګه ګومارل شوي او له سیمو د دوی په اړه معلومات ټولوي.

د وسله والو طالبانو سرچینې وايي، په دغو سیمو کې به تر هغه د واکسین کمپاین ته اجازه نه ورکول کېږي څو د دوی کسان د واکسيناتورانو په توګه روزل شوي او ګومارل شوي نه وي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس دا ستونزه مني، خو وايي د حل لپاره یې په هڅو بوخت دي.

هغه زیاته کړه، واکسيناسیون یوه بشري پروسه ده چې د دې سیمې د ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره تر سره کېږي.

د ده په خبره، هڅه کوي دغه کشاله د سیمې د اوسېدونکو او مخورو په وسیله حل کړي.

د کندهار ولایت مقام مالي اوا داري مرسیتال عبدالحنان منیب له مرستندویه ادارو مننه کوي چې د پولیو په له منځه وړلو کې مرسته کوي، خو ده وویل چې په دې برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړه، په هغو ولسوالیو کې چې د پولیو واکسین پر وړاندې خنډونه شته، مسوولین یې راغواړي او په ګډه به ورته د حل لار لټوي.

په نوره نړۍ کې د پولیو ناروغي له منځه تللې، خو افغانستان، پاکستان او نایجریا هغه هېوادونه دي چې دغه خطرناکه ناروغي په کې پاتې ده.

د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې د هېواد په کچه د پولیو ۶ پېښې ثبت شوي چې یوه یې په کندوز ولایت او پاتې پنځه یې په دې زون کې دي.

په کندهار کې د پولیو ۲ پېښې، په هلمند کې ۲ پېښې او په زابل کې يوه پېښه ثبت شوې ده.

چارواکي وايي، د پولیو د پېښو د ډېرېدو د نورو لاملونو تر څنګ دوه عمده لاملونه دا دي چې خلک کمه روغتیايي پوهه لري او په ډېرو مواردو کې واکسیناتوران خپلې دندې ته ژمنتیا نه لري.

هغوی له دیني عالمانو، مخورو او ټولو خلکو غوښتنه کوي چې د پولیو د واکسين په پروګرام کې مرسته وکړي او ماشومان له دغې خطرناکې ناروغۍ وژغورل شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement