د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

يوه پلار خپله کوچنۍ لور وژلې

يوه پلار خپله کوچنۍ لور وژلې

Sep 10, 2017 - 20:24

هرات (پژواک، ١٩ وږى ٩٦): د هرات ولايت پوليس وايي، په دغه ولايت کې يوه پلار خپله يونيم کلنه لور وژلې ده.

د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد وليزاده وويل، دغه پېښه نن له غرمې وړاندې لس بجې د هرات  ښار د ١٤مې ناحيې په درب کندهار سيمه کې شوې ده.

نوموړي زياته کړه: "کلثوم يونيم کلنه ماشومه ده، چې نن له غرمې وړاندې هغه مهال چې پلار يې کور ته ځي او خپلې کوچنۍ لور ته وايي، چې غېږ ته مې راشه، خو دغه ماشومه د خپل پلار غېږې ته له ورتللو ډډه کوي."

د هرات پوليسو د وياند په وينا، د کلثوم له نه ورتګ وروسته پلار د هغې سر پر د ځمکه او د کور پر دېوالونو وهي او په پايله کې ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړي زياته کړه: "قاتل چې باران نومېږي، د خپل لور له وژلو وروسته له سيمې تښتېدلى او اوسمهال پوليسو د هغه د نيولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي."

ورته مهال د يادې ماشومې مور د خبر په منلو سره وويل، لور يې د هغې د پلار د سخت تاوتريخوالي له امله ژوند له لاسه ورکړى دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement