د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هند په ټول افغانستان کې ۱۱۶ ټولګټې پروژې پيلوي

هند په ټول افغانستان کې ۱۱۶ ټولګټې پروژې پيلوي

Sep 12, 2017 - 09:04

نوى ډيلى  (پژواک، ٢١ وږى ٩٦): نوي ډلي له  کابل سره څلور هوکړه ليکونه لاسليک کړل چې له مخې به يې د افغانستان په ۳۱ ولايتونو کې ۱۱۶ ټولګټې پروژې پيل شي.

دا هوکړه ليکونه پرون د وږي په ۲۰مه نوي ډيلي ته د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير صلاح الدين رباني د سفر په څنډه کې  د هند د بهرنيو چارو له وزيرې سوشما سووراج سره لاسليک شول.

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال صبغت الله احمدي په نوي ډيلي کې پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه هوکړه ليکونه په بېلابېلو پرمختيايي برخو کې  دي چې له مخې به يې ۱۱۶ پروژې د هېواد په ۳۱ ولايتونو کې پلې شي.

خو نوموړي د دغو پروژو د لګښت په اړه معلومات ورنه کړل.

بلخوا د هند د بهرنيو چارو وزارت د وږي په ۲۰مه په دې تړاو خپره کړې اعلاميه کې راغلي چې په دې پروژې د حکومتولۍ زده کړو، روغتيا، انرژۍ، کرنې او ورته نورو پرمختيايي برخو کې دي.

په اعلاميه کې ويل شوي: ((په دې پروژو کې د کابل او چاريکارو  د پاکو اوبو رسولو سيستم، د شاتوت برېښنا بند، په مرازشريف کې د يوه پولي کلينيک جوړولو تر ځنګ د بېرته راستنېدونکو لپاره د کورونو جوړول شامل دي.))

په اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې هند به راتلونکی کال د افغان پوځ د پنځه سوه وژل شوو سرتېرو اولادونه ته تحصيلي بورسونه ورکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند مرستيال احمدي وايي، د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني هند ته د خپل سفر په څنډه کې د دغه هېواد د ملي امنيت شورا له سلاکار اجيت دوال سره هم کتلي دي.

د ده په خبره، په دې کتنه د دواړو هېوادونو پر اړيکو او امنيتي مسايلو خبرې شوې دي.

صلاح الدين رباني هند ته د خپل رسمي درې ورځيني سفر په څنډه کې له لومړي وزير نريندرا مودي او يو شمېر نورو چارواکو سره تېره شپه ناوخته ليدلي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement