د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

جلال اباد ښار کې چاودنې یو کس وژلی او اته نور ټپیان دي

جلال اباد ښار کې چاودنې یو کس وژلی او اته نور ټپیان دي

Sep 13, 2017 - 16:03

جلال اباد (پژواک، ۲۲ وږی۹۶): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله يو کس وژل شوی او اته نور ټپیان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ۲۲مه پژواک اژانس ته وويل چې مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند د مالوچو کوڅه کې نږدې ۳ بجې د سبزيو په يوه دوکان کې د ځای پر ځای شوي ماين چاودنه کړې ده.

هغه وويل چې د يادې چاودنې له امله شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي چې د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي.

خوږياڼي د ټپي کسانو د روغتيايي وضعيت په اړه ډاډ څرګند کړ او زياته يې کړه چې پوليسو د پېښې پلټنې پيل کړې دي.

په سيمه کې د محمد نادر په نوم يو عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې سيمه کې يې څو کسان په ټپي حالت کې ليدلي؛ خو سيمه د پوليسو له لوري کلابنده شوه او څوک نږدې نه پرېښودل کېدل.

په همدې حال کې  د ننګرهار د حوزوي روغتون سرطبيب ډاکټر احسان الله کامه وال پژواک ته وويل چې د پېښې له ځايه ورته يو جسد او اته ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه د وژل شوي او ټپيانو د هويت په اړه جزئيات ور نه کړل خو د ټپيانو د وضعيت په اړه يې وويل چې د څو تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.

د يادونې ده، په دې وروستيو  کې په ټول ننګرهار ولايت او په ځانګړې توګه په جلال اباد ښار کې چاودنې او بريدونه زيات شوي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement