د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کاپيسا البيروني پوهنتون مخې ته د چاودنې مخنيوى وشو

د کاپيسا البيروني پوهنتون مخې ته د چاودنې مخنيوى وشو

Sep 13, 2017 - 13:58

محمودراقي (پژواک، ٢٢ وږى ٩٦): د کاپيسا د البيروني پوهنتون ودانۍ مخې ته د چاودنې مخه نيول شوې ده.

د یاد ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د وږي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودېدونکي توکي د البيروني پوهنتون ودانۍ مخې ته د لنکن د دفتر له  دېوال سره ځاى پر ځاى شوي وو.

هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو غوښتل نن سهار په داسې حال کې چاودنه ورکړي چې محصلين پوهنتون ته د راتګ په حال کې و اوسي.

يوسفزى وايي چى ياد توکي د پولیسو له خوا کشف او له منځه يووړل شول.

د نوموړي په وينا، پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې، خو په تړاو يې تر اوسه څوک نه دى نيول شوى.

د البيروني پوهنتون يوه محصل محمد جعفر پژواک ته وويل چې د لنکن په مرکز کې محصلينو ته د انګليسي ژبې او کمپيوټر ته زده کړې ورکول کېږي او ډېرى علمي او فرهنګي غونډې هم کېږي.

د هغه په وينا، که چېرې چاودنه شوې واى، نو د ياد مرکز ترڅنګ پوهنتون ته يې هم مالي او ځاني زيانونه اړول.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement