د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل- جلال اباد پر لویه لاره د وسله والو برید کې شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي

د کابل- جلال اباد پر لویه لاره د وسله والو برید کې شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي

Sep 14, 2017 - 11:41

جلال اباد  (پژواک، ٢٣ وږى ٩٦): د کابل- جلال اباد پر لويه لاره د وسله والو مخالفينو په بريد کې شپږ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وږي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د يادې لارې په اوږدو کې د قرغيو ولسوالۍ د سرکونډو بابا په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، وسله والو مخالفينو د تورغر له استقامت څخه پر لويه لاره توغندي توغولي چې يو  يې په ياده سيمه کې د ترکمن هوټل مخې ته لګېدلى دى.

ځواک وايي، په دې پېښه کې شپږ ملکي وګړي ټپيان شوي چې د دوو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

د نوموړي په وينا، په ټپيانو کې يې درې د لغمان، يو د کابل د قره باغ او نور يې د ننګرهار ولايت اوسېدونکي دي.

هغه وويل، ټپيان په سيمه کې د کاکڅ کلينيک کې تر درملنې وروسته د لغمان مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement