د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د انسان تښتوونکو يوولس کسيزه ډله نيول شوې

ننګرهار کې د انسان تښتوونکو يوولس کسيزه ډله نيول شوې

Sep 14, 2017 - 17:28

جلال اباد (پژواک، ۲۳ وږی ۹۶): د ننګرهار د ملي امنيت ادارې له لوري په دغه ولايت کې د وسله والو انسان تښتوونکو يوه يوولس کسيزه ډله نيول شوې ده.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په داسې حال کې چې د ملي امنيت رييس هم حاضر و،  د وږي په ٢٣مه په يو خبري کنفرانس دغه ډله يوه ډېره خطرناکه ډله ياده کړه.

والي زياته کړه چې دغو وسله والو انسان تښتوونکو پر خپلو دوو جرمونو اعتراف هم کړی چې يو د يو ماشوم قضيه ده او يوه د يو بل کس د تښتولو.

هغه وړاندې وويل: ((دوی پر خپلو جرمونو اعتراف کړی، دوی هغه پېښه کې هم مسوول دي چې څه موده مخکې يې يو نهه کلن ماشوم تښتولی و، د هغه له کورنۍ څخه يې پيسې هم اخيستې و؛ خو بيا يې وژلی هم و او يو د امين الله په نوم يو بل تن يې هم تښتولی چې هغه ملي امنيت ځواکونو خپلې کورنۍ ته وسپاره.))

والي ګلاب منګل زياته کړه چې يادو وسله والو انسان تښتوونکو د خان زمان په مشرۍ چې په حاجي بابا مشهور دی، په ټول ولايت او په ځانګړي توګه جلال اباد ښار او شاوخوا سيمو کې فعاليتونه ترسره کول.

هغه وويل، يادو غلو د سره رود ولسوالۍ په کوشکک سيمه کې د نيول شوي او وروستۍ دوه پېښې يې هم همدلته تنظيم کړې وې.

والي دا هم تاييد کړه چې په ننګرهار کې د انسان تښتونې او د هدفي وژنو ډلې له وسله والو مخالفينو سره لاس لري او د هغوی په ملاتړ دغه چاره مخته وړي.

هغه زياته کړه، وسله وال غله او انسان تښتوونکي له ځنګلزارو او غرنيزو سيمو د خپلو پټنځايونو په توګه ګټه پورته کوي چې پر وړاندې يې اقدامات هم ستونزمن دي.

محمد ګلاب منګل دا ومنله چې د ننګرهار امنيتي ځواکونه د امنيت په تامين کې ځينې نمګړتياوې لري؛ خو ډاډ يې ورکړ چې د دغه ولايت امنيتي ارګانونه د خپل تن په بدل هم د امنيت د تامين لپاره هلې ځلې کوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement