د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې یو بل دیني عالم وژل شوی

ننګرهار کې یو بل دیني عالم وژل شوی

Sep 14, 2017 - 10:10

جلال اباد (پژواک، ٢٣ وږى ٩٦ ): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو يو ديني عالم پر ډزو وژلى دى.

ياد ديني عالم چې ښوونکى هم و، پرون مازديګر د دې ولسوالۍ اړوند د اخندزاده په کلي کې موټرسايکل سپرو وسله والو وواژه.

د نوموړي د کورنۍ يوه غړي احمد رياض د وږي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې  مولوي غلام فاروق تېر مازديګر کور ته په لاره و چې د پوليسو له پوستې سره نږدې ووژل شو.

دى وايي، مولوي فاروق اصلاً د چپرهار ولسوالۍ د للمې کلي اوسېدونکى و او فعلاً په اخندزاده کلي کې د ښوونځي ښوونکى و.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي هم له پژواک سره په خبرو کې پېښه تاييد کړه او ويې ویل چې د پېښې په تړاو پلټنې پيل شوې.

دا په روانه مياشت کې څلورم ديني عالم دى چې په ننګرهار کې د وسله والو له لوري وژل کېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement